1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کي ښکېلو غاړو اوربند اعلان کړی

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د جنوبي سوډان جمهوررئيس او د هغه لومړي مرستيال تر څو ورځو جگړو وروسته د دغه هيواد په پلازمېنه جوبا کي د اوربند لارښووني کړي دي. خو پر دې سربيره عيني شاهدان وايي چي اوس هم ډزونه اورېدل کيږي.

https://p.dw.com/p/1JNOx
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dhil

له تيري پنجشنبې ورځي (د جولای ۷) راهيسي تر اوسه پوري د جنوبي سوډان د جمهوررئيس سلوا کيړ او د هغه د لومړي مرستيال ريک مشار، د جنگياليو ترمنځ جگړو کي تر ۲۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

د دغو دواړو مشرانو د جنگياليو ترمنځ جگړه لومړی په سپکو ډزو پيل سوه او وروسته له درنو وسلو، لکه ټانکونو او څرخۍ الوتکو څخه هم کار واخيستل سو.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا چي په دغه هيواد کي د ميليونونو غير پوځي وگړو په اړه اندېښنه لري، له دواړو خواوو څخه غوښتنه کړې ده چي جگړې ختمي کړي.

امنيت شورا په دغه هيواد کي زور زياتی د رايو په قاطع اکثريت سره «سخت» وغانده. په دغه هيواد کي د ملگرو ملتونو پر دفتر هم بريد سوی. ملگرو ملتونو جنوبي سوډان ته د نورو سوله ساتو ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړه.

تر اوسه پوري لا روښانه نه دهه چي زورزياتی پای ته رسېدلی، که نه. د راپورونو له مخي وروسته له هغه چي تيره ورځ د جنوبي سوډان جمهوررئيس د اوربند لارښوونه وکړه، بيا هم د دغه هيواد په پلازمېنه کي د درنو وسلو ږغونه اورېدل کيږي.

د جنوبي سوډان د جمهوررئيس سلوا کيړ وياند آتني وک آتني، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي کېړ له مشار، سره همکاریو ته ژمن دئ. هغه ويلي دي چي ځواکونو ئې له تيري شپې راهيسي اوربند ته غاړه ايښې ده.

جنوبي سوډان د ۲۰۱۱م کال د جولای مياشتي پر ۹ نېټه له سوډان څخه جلا او خپلواک سو. تر دغي خپلواکي وروسته په نړۍ کي دا اميد پيدا سوي چي په سوډان کي به نور د خامو موادو پر سر جگړې پای ته ورسيږي. خو په تيرو کلونو کي بيا هم ددغه هيواد سياسی او اقتصادي وضعيت نور هم خراب سوی دئ.