1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کې دوه میلیونه ماشومان په تیښته دي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

یو ځل بیا ملگرو ملتونو په جنوبي سوډان کې د کورنۍ جگړې له کبله ټکان ورکوونکی خبرداری ورکړی دی. له نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د لا ډیرو مرستو غوښتنه شوې ده. زیاتره تنکي ځوانان گاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2cbs1
Flüchtlinge aus dem Südsudan in der Turkana im Norden Kenias
انځور: DW/S.Petersmann

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسیف) یوې ویاندې ویلي دي چې د تنکي ځوانانو نیمایي چې پکښې هلکان او نجونې شاملې دې له جنوبي سوډان څخه گاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د دغې ویاندې په وینا د هرو پنځو مهاجرو درې يې د یوگندا، کینیا، ایتوپیا او سوډان له حده ډکو کمپونو ته راغلي ماشومان دي. زیاته شوې ده چې دغه ارقام ښيي چې په جنوبي سوډان کې وضعیت څومره خراب دی. ویل شوي دي چې د یوه بشپړ نسل راتلونکي له خطر سره مخامخ ده.

د افریقا له پاره د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسارۍ مشر والنتین تپسوبا، ویلي دي چې «د مهاجرو هیڅ کړکیچ دومر نه دی اندیښمن کړی دی، لکه د سویلي سوډان.» د هغه په خبره د نړیوالې ټولنې عاجلو او هر اړخیزو مرستو ته اړتیا ده چې په دغه کورنۍ جگړه ځپلي هیواد کې د ماشومانو ژوند وژغورل شي. زیاته شوې ده چې ډیری ماشومان له رواني لحاظه کړيږي او همداشان له فزیکي لحاظه هم ډیر ډنگر دي. تر۷۵۰۰۰ زیات یې د میندو او پلرونو او د کوم بالغ کس پرته د مهاجرو کمپونو ته رسیدلي دي.

تر ۱۰۰۰ زیات ماشومان مړه شوي

ویل شوي دي چې د هغو ځوانانو او نجونو وضعیت چې په جنوبي سوډان کې دي او لا یې تېښته نه ده کړې، هم سخت خراب دی. د ملگرو ملتونو د دغه سازمان په وینا اوسمهال د پنځو میلیونو ماشومانو درې پر څلورمه برخه یې ښوونځي ته نه ځي. همداشان ویل شوي دي چې د جگړو له پیلیدو راهیسې تر اوسه تر۱۰۰۰ زیاتو ځوانانو او نجونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له ۲۰۱۳م کال راهیسې په سویلي سوډان کې د ولسمشر سلوا کيیر او د یاغیانو د مشر او پخواني مرستیال ولسمشر ريک مشار تر منځ کورنۍ جگړه ادامه لري. د دغې جگړې او همداشان د وچکالۍ په پایله کې د مرکزي افریقا په نوموړي جمهوریت کې لوږه هم واکمنه ده.

ملگري ملتونه له میاشتو راهیسې د مرستو له پاره غږ کوي. د یونیسیف د معلوماتو له مخې ۱۸۱ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده چې په وینا یې د دغو مرستو یوازي نیمایي یې راټولې شوي دي.

پر دې سربیره د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ یا یو ان اچ سي آر د مرستو د یوه پلان له پاره ۷۸۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د دغو مرستو یوازې یوولس سلنه تمویل شوې ده.

سویلي سوډان چې په ۲۰۱۱م کال کې یې خپلواکي اخیستې ده، د تیلو پر سترو زیرمو سربیره هم د نړۍ تر ټولو له بې وزله هیوادونو څخه یو دی.

زموږ له ارشيف څخه: