1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي وزيرستان کي سختي وسلوالي نښتي رواني دي

۱۳۸۸ خرداد ۱۰, یکشنبه

وروسته له هغه چي د سوات درې په ستر ښار منګوره کي د پاکستان پوځ پر ياغيانو باندي د برياليتوب اعلان وکړ، نن د شمالي وزيرستان په يوه بله قبايلي سيمه کي د طالب جنګياليو او پاکستاني پوځ تر منځ د سختو نښتو رپوټ ورکړل شوی دی...

https://p.dw.com/p/I10f
د سوات درې په منګوره ښارکي پاکستانی پوڅ د ګزمې پر مهال
د سوات درې په منګوره ښارکي پاکستانی پوڅ د ګزمې پر مهالانځور: AP

د اسوشيتدپرس خبري آژانس له دغو نوو نښتو څخه، چي په جنوبي وزيرستان کي سوي او په نتیجه کي يې پنځوس یاغيان وژل شوي دي، رپوټ ورکړي. جنوبي وزيرستان د پاکستاني طالبانو د يو مشر بيت الله محسود ستره هډه ده. نوموړې قبايلي سيمه د افغانستان پولي ته نژدې پرته ده.

د پاکستان د دفاع وزرات نن وويل چي په سوات کي پوځي عمليات د هغه وزارت د خپلي وينا له مخه« تقريبا خپل بشپړ برياليتوب ته ورسيدل.»

د پاکستان پوځي وياند، اثر عباس پرون تر دوو اونيو سختو جګړو وروسته د منګوري د نيولو اعلان وکړ.

«په منګوره کي امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره «ناوه ګړي» او «نيجي ګره» ونيولي. په ناوه ګړي کي د وسلو او مهماتو يوه ستره زيرمه کشف شوې ده. د عامو ولسي وګړو په ملاتړ امنيتي ځواکونه توانيدلي دي چي د قانون حاکميت جاري کړي.»

د پاکستان د دفاع وزارت يولوړ پوړي چارواکي، سيد اثر علي په سنګاپور کي يو سيمه ايز امنيتي کنفرانس ته چي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګېټس هم ګډون درولود وويل، چي په شمال لويدځه صوبه کي د طالب ياغيانو پر ضد پوځي عمليات ښايي په راتلونکو څو ورځوکي بشپړ شي. هغه وويل چي اوس د دغو عملياتو اصلي هدف د زور پالونکو مشرتابه ته ځير شوی دی.

« په سوات، بونير او ګاونډيو سيموکي عمليات په بشپړه توګه برياليتوب ته رسيدلي دي.» واشنګټن چي د پاکستاني پوځ له دې عملياتو څخه ټينګ ملاتړ کوي، خبرداری ورکړی ؤ چي ياغيانو د پاکستان پايښت ته خطر پيدا کړی دی.