1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوب لوديزه حوزه کي کړکيچن حالت روان دی

۱۳۸۷ آبان ۱, چهارشنبه

نړيوال نه غواړي چي په افغانستان کي جګړه پای ته ورسيږي

https://p.dw.com/p/Ff23
په کندهار کي وژل سوي او ټپي ملکي وګړي
په کندهار کي وژل سوي او ټپي ملکي وګړيانځور: AP

دکندهارپوهنتون له ریس پوهاند حضرت مير توتاخيل سره د جنوب لويديزي حوزې په اړه مرکه.

دويچه ويلي :که راته ووياست چي دافغانستان په جنوب لويديځو ولایتونو کي امنيتی وضيعت څنګه دی ؟

توتاخيل : دتيرو کلونو په پرتله په افغانستان کي په عمومي ډول امنيتي وضيعت خراب سوی دی، دجنوب لويديزي حوزې په اړوندو ولايتونو کي هم امنيتي پیښي ترسره کيږي خو کوم خاص تغيرات نه دي پکښي راغلي.

ډويچه ويلی : په دې وروستيو کي څرنګه چي موږ معلومات لرو په یادو سوو ولايتونو کي دپخوا په پرتله حالات سم نه دي دبيلابيلو پيښو خبرونه موترلاسه کړي نوتاسو څنګه واياست چي وضيعت سم دی؟

توتاخيل: هو دا سمه ده چي په دې حوزه کي بيلابيلي پيښي سته خو داسي پيښي دافغانستان په نورو سيمو کي هم وجود لري او دغه پيښي چي دلته دي دهغو په پرتله چي اوس مهال دهيواد په ځينو ولايتونو او په سيمه کي ترسره کيږي ډيري عادي دي. رښتيا هم په دې وروستيو کي په کندهار او هلمند ولايتونو کي یو شمير پيښي رامنځ ته سوي لکه څو ورځي مخکي د کندهار هلمند ترمنځ دلاري په اوږدو کي له موټرانو څخه د خلکو کښته کول او دهغوی وژل او همدارنګه دهلمند پر مرکز باندي پرلپسې حملې دا منو چي دلته د دولت مخالفين کمزوري نه دي خو په هرصورت دې کار خلک يوډول پريشانه کړي دي خو داسي هم نه ده چي په هغه سيمه کي دولت حاکميت نه لري.

ډويچه ويلی: يوه بله موضوع چي په دې وروستيو کي له يوې خوا د دولت او طالبانو ترمنځ د روغي جوړي خبري کيږي او له بلې خوا بيا په سيمه کي جګړو زور اخستی دی کار ته په کومه سترګه ګوری؟

توتاخيل : ترکومه ځايه چي زه معلومات لرم طالبان ديوې قوماندې خلک نه دي او فکر کوم چي د بيلابيلو رهبريو طابع دي او څو ډلي دي،له دې څخه ځيني دې ته ليواله دي چي ديوه ميز ترشاه کښيني او دسولي ‎د پروسې لپاره خبري اتري وکړي خو ځیني بيا دې کار ته غاړه نه ږدي او دولت هم په بشپړه توګه اوربند نه دي اعلان کړی خو په هرحال دې نوي پروسې ته اميد سته.

ډويچه ويلي :سره له دې چي په جنوب لويديځو ولايتونو کي امنيتي پيښي زياتي دي، خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي نو دولت او خلکو ته څه کول پکار دي چي بايد ويې کړي؟

توتاخيل : خلک ، ولسونه او دخلکو مشران په دې باره کي کولايي سي چي ددولت ، وسلوالو طالبانو او ټولو هغو ډولو سره چي په جګړه کي ښکيل دي په تماس کي سي او خوصوصاً هغه ډلي چي خبرو ته غاړه ږدي او زه فکر کوم چي د افغانستان په جګړه کي یوازي دولت او د دولت مخالفين ښکيل نه دي. بلکي په دې کي نړيواله مافيا لاس لري او په همدې ډول د سيمي ځيني هيوادونه هم نه غواړي چي په افغانستان کي دي جګړه پای ته ورسيږي، ځکه چي دهغوی ګټي په خطرکي لويږي.

کله چی ملګرو ملتونو ، دافغانستان دولت او دامريکا متحده ايالاتونو دافغانستان د جګړې دپای ته رسولو په خاطر له مخالفينو سره د خبرو اترو وړانديزوکړی نو ايران او روسيې يې په ښکاره توګه مخالفت وکړ خو زه وايم ټول هغه هيوادونه او ډلي ټپلي چي په افغانستان کي ګډوډۍ ته زړه ښه کوي ليري نه ده چي هغوی ته به يې هم زيان په ښکاره توګه ورسيږي.