1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جوزجان ولايت کې پنځه تنه ماين پاکان وژل سوي

۱۳۸۷ فروردین ۵, دوشنبه

د فرانسپرس آژانس د يوه رپوټ له مخي، وسله والو کسانو د افغانستان په شمال کي د ماين پاکوونکو د سپرلۍ پر موټرنو باندي ناڅاپه حمله کړې، پنځه تنه يې ترې وژلي دي

https://p.dw.com/p/DTtc
پاکوونکي د خپلي دندي د سر ته رسولو څخه وروسته بيرته د افغان تخنيکي مرستو خپل مرکز ته روان وه
پاکوونکي د خپلي دندي د سر ته رسولو څخه وروسته بيرته د افغان تخنيکي مرستو خپل مرکز ته روان وهانځور: AP

پېښه هغه وخت د جوزجان په ولايت کي را مينځ ته سوه، چې ماين پاکوونکي د خپلي دندي د سر ته رسولو څخه وروسته بيرته د افغان تخنيکي مرستو خپل مرکز ته روان وو.

د مرکز مشر کفايت اله ابلاغ د فرانسپرس خبريال ته ويلي دي، چي وسله والو کسانو لومړی پر اول موټر باندي ډزې پيل او وروسته يې نور موټر، چي يو امبولاس هم پکښي شامل وو، وويشتل.

نوموړي زياته کړې چي دريو تنو موټر ودراوه او پرته له دې څخه چي څه ووايي، فيرونه يې پرې شروع کړل. پنځه تنه مړه او 7 نور زخمي سول.