1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جینوا کې د سوریې د کړکیچ په اړه غونډه کیږي

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15OYm

نړیوال قدرتونه نن د سویس په پلازمینه جنیوا کې سره راټولیږي تر څو د سوریې د کړکیچ له پاره د حل یوه لاره ولټول شي. په سوریه کې روان کړکیچ څخه ۱۶ میاشتې تیریږي. خو روسیه او متحده ایالات لا هم د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد د برخلیک په اړه یوه خوله نه دي.

مسکو د واشنگټن دا غوښتنه رد کړې ده چې د سوریې مشرتابه له قدرت څخه لیری کړای شي. د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان یوه نوې طرحه پلان کړې ده چې په ترڅ کې ئې له یاغیانو او د سوریې له رژیم څخه غوښتل شوي دي چې په گډه یو ملي دولت جوړ کړي.

د دغه نوې طرحې پر اساس هر هغه څوک چې د سوریې ثبات ته گواښ وي په نوي دولت کې باید نه وي، خو په څرگند ډول د بشارالاسد نوم نه دئ اخیستل شوی. د سوریې له پاره بریتانیا میشته د بشري حقونو یوه سازمان تر ننه په سوریه کې د درنې جگړې راپورونه ورکړي دي. د نوموړې ټولنې په وینا یوازې د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې لږ تر لږه ۱۸۰ تنه له منځه تللي دي.