1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنیوا له کنفرانس څخه محدودې هیلې

مسعود جهش (کریستین کنایپ)۱۳۹۲ خرداد ۲, پنجشنبه

د سوریې په اړه وروستۍ ارزونې ښيي چې د دغه هیواد دولتي ځواکونه اوس د بل هر وخت په پرتله ډیر پیاوړي شوي دي. اوس ټول په جینیوا کې د سوریې په اړه د کنفرانس پایلو ته سترګې په لاره دي.

https://p.dw.com/p/18ccf
People run down a street in Deir al-Zor, May 18, 2013. Picture taken May 18, 2013. REUTERS/Khalil Ashawi (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST CONFLICT TPX IMAGES OF THE DAY)
Syrien Konflikt Krieg Bürgerkrieg Zerstörungانځور: Reuters

د یوولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن (پنجشنبه د ۲۰۱۳ کال د مې د میاشتې ۲۳ نیټه) د اردن په پلازمینه عمان کې سره راټولیږي، ترڅو د سوریې د کړکیچ په اړه سره خبرې اترې وکړي.

د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع په جینیوا کې د سوریې په اړه پلان شوی کنفرانس دی. دغه کنفرانس د امریکا او روسیې له خوا جوړیږي چې په اړه یې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، او د غه روسي سیال سرګي لاوروف، موافقې ته رسیدلي دي.

خو اوس آن په دې اړه شکونه موجود دي چې آیا دغه کنفرانس به په رښتیا هم جوړ شي او که نه. د سوریې د رژیم مشر بشارالاسد، له یوه ارجنتیني خبري آژانس سره په مرکه کې د دغه کنفرانس د جوړیدو د مفکورې هرکلی کړی وو او له هغه څخه یې د ملاتړ ژمنه کړې وه. خو اسد په عین حال کې د دغه کنفرانس په اړه شک هم څرګند کړی وو.

د پوځي واک په تناسب کې جدي بدلون

د «دیر شپیګل» انترنتي پاڼې ویلي دي چې د «بي ان دي» په نوم د آلمان استخباراتي سازمان، په وروستیو وختونو کې په سوریه کې د پوځي واک د تناسب په اړه یوه نوې ارزونه کړې ده. د دغې ارزونې له مخې د اسد پلوي ځواکونو په وروستیو وختونو کې ډیر چټک غبرګون ښوولی دی. پر دې سربیره د اسد پلوي ځواکونو پاڅون کوونکي د دمشق له یو شمیر برخو څخه شړلي دي او له سویل سره د هغوی اکمالاتي لارې یې هم تړلي دي.

که دغه ارزونه دقیقې وي، نو ښايي د اسد رژیم د دغه کنفرانس له جوړیدو سره چندان لیوالتیا و نه لري. د سوریې د انقلابي ځواکونو او مخالفینو د ایتلاف ویاند هشام مروه، هم په همدې باور دی او وایي: «زما په اند تاوتریخوالی به تر هغه وخت پورې دوام ومومي چې رژیم دې نتیجې ته ورسیږي چې بریالیتوب یې تثبیت شوی دی او کولای شي چې په دغه شان یوه کنفرانس کې ونډه واخلي.»

د وړوکو اقداماتو سیاست

په جګړه کې د سوریې په کړکیچ د ښکیلو اړخونو قاطعیت ته په کتو سره د آلمان د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې غړی یوآخیم هورستر، وایي چې باید د سولې له پلان شوي کنفرانس څخه لوړې توقعګانې و نه شي.

هورستر دویچه ویله ته وویل چې یوازې د دغه کنفرانس جوړیدل به هم یوه لویه لاس ته راوړنه وي. هغه په دغه کنفرانس کې د سوریې کړکیچ ته د یوې سیاسي حل لارې پیدا کیدل له امکان څخه لیرې موضوع ګڼې ځکه د دغه آلماني سیاستوال په اند د سوریې د جګړې دواړه اړخونه پر داسې موقفونو باندې ټینګار کوي چې یو بل ته په کې د نزدې کیدو چانس نه شته.

له همدې کبله هورستر د وړوکو اقداماتو د سیاست د پلي کولو سپارښتنه کوی. هغه وایي: «تر نورو ټولو مسایلو دا خبره مهمه ده، چې دواړه اړخونه داسې یوه موقف ته ورسیږي چې د سوریې جګړه ځپلو خلکو ته د مرستو رسول اسانه شي. دغه موضوع باید د ټولو لومړیتوبونو په سر کې راشي.»

له بلې خوا په سیمه کې وضعه ډیره پیچلې ده. سیمه ییز چارواکي د خپلو ګتو د تضمینولو هڅې کوي او له دې ویریږي چې واک به له لاسه ورکړي. د «الحیات» په نوم عربي ورځپاڼې چې په لندن کې چاپیږي ویلي دي چې له همدې کبله د سوریې کړکیچ ته د یوې حل لارې موندل یو ستونزمن کال دی.