په حلب کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جگړه روانه ده
۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبهاعلان
د سوريې په لوی ښار حلب کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ جگړه دوام لري. د ياغيانو وياند ويلي دي چي د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د ياغيانو پر مورچلو په بريدونو کي له توپخانې او څرخي الوتکو څخه کار اخيستی دئ.
دغه وياند زياته کړې ده چي د حکومتي ځواکونو د بريدونو زياته برخه د حلب ښار، صلاح الدين ناحيې ته متوجه ده. د ياغيانو فعالينو ويلي دي چي تر اوسه پوري د حکومتي ځواکونو بريدونو ته ټينگ سوي دي. زياته سوې ده چي يوازي د شنبې په ورځ د حلب په ښار کي ۳۰ انسانان وژل سوي دي او دا چي د شپې له خوا هم جگړه روانه وه. خو د آزادو سرچینو له خوا دغه راپورونه تائید شوي نه دي.