1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کې د جگړې په هکله د امنیت شورا بې وسي

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د ملگرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې یو پر بل د ملامتیا تورونه ولگول. د ملگرو ملتونو عمومي منشي په ډانگ پیلې توگه څرگندوني کړي. په داسې حال کې چې په حلب کې لا وژني ادامه لري.

https://p.dw.com/p/2Qa7M
Syrien Aleppo Zerstörungen
انځور: Picture-Alliance/dpa/Syrian Civil Defense White Helmets

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غونډې کومه پایله نه درلوده. په اصل کې په نیویارک کې نړیوالو قدرتونو غوښتل چې په حلب کې تر سختې بمبارۍ وروسته په ټوله کې د سوریې د کورنۍ جگړې له پاره د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو امکانات لټولي وای. خو د دې پر ځای د ملگرو ملتونو دیپلوماتانو پر یو بل د ملامتیا تورونه ولگول.

«ډاروونکی خوب، باید نور پای ومومي»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي چې زیاتره مهال محتطانه چلن کوي، نور په اصطلاح چپ پاته نه شو. هغه په تیرو ورځو کې د تر ځمکې لاندي خزو د له منځه وړلو له پاره د بمونو د استعمال د تور په پام کې نیولو سره وویل چې دا یو «وحشت» او «جنگي جرم» دی.

بانکي مون د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې په څنډه کې په څرگند ډول وویل: «موږ باید دا له یاده و نه باسو چې د جگړې له کبله روغتونونه او ښوونځي په تاکاویو کې فعالیت کوي. دغه بمونه سمڅې نه ورانوي، بلکې هغه انسانان له منځه وړي چې د پناه اخیستو د وروستیو پاته شوو ځایونو په لټه کې وي.»

بانکي مون یادونه وکړه هغه هیوادونه چې پر دغي گډوډۍ باندې نفوذ لري، نور څومره دغه ډول جنایتونو ته اجازه ورکولای شي. بانکې مون له هغو هیوادونو چې په سوریه کې نفوذ لري په عاجل ډول وغوښتل چې «دغه ډارونکي خوب ته د پای ټکی کښیږدي.»

د مسکو پر ضد په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو او فرانسې استازو هم تنده لهجه خپله کړه. په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو استازي سمنتا پاور، د امنیت شورا په غونډه کې ویلي دي چې مسکو په سوریه کې «د یوه قاتل رژیم» ملاتړ کوي. هغې زیاته کړې ده چې دغه هیواد د امنیت شورا د دایمي غړي په توگه د ویټو حق له امتیاز څخه ناوړه گټه اخلي.

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې استازي فرانسوا دولیت ویلي دي: «روسیه په ریښتیا داسې فکر کوي، چې باور گټلای شي چې له یوه اړخه د اوربند له پاره مذاکره کوي او له بل اړخه د هغه رژیم ملاتړ کوي چې حلب ښار بمباروي.»

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین بیا ویلي دي چې په سوریه کې د سولې رواستل کابو ناممکنه بریښي. هغه پر لویدیځو هیوادونو تور لگولی دی چې د دې وړتیا نه لري چې په سوریه کې پر خپلو متحدو منځلارو پاڅون کوونکو ډلو ټپلو باندي پوره نفوذ ولري.

په تیرو ورځو کې د سوریې حکومتي ځواکونو او د هغوی متحدینو د سوریې په حلب ښار کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمې بمبار کړي دي. د رپوټونو له مخې په حلب او د هغې په شا و خوا سیمو کې تر ۲۳۰ زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د سوریې او روسیې هوایي ځواکونو د څو ساعتونو له پاره خپل پر له پسي هوایي بریدونه درولي ول. خو لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په وینا بیا وروسته دغه بمبارۍ بیرته پېل شوې.

په عین وخت کې رپوټ ورکړل شوی دی چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغوی متحدو ملیشو له لاسه د هغه کمپ کنترول وتلی دی چې د شنبې په ورځ یې تر لاسه کړی وو. اوس د کډوالو دغه کمپ د یاغیانو په لاس کې دی.

د روسیې او ایران تر څنگ د لبنان د حزب الله ملیشي هم د بشار اسد ځواکونو ملاتړ کوي. داسې ویل کیږي چې د افغانستان او عراق څخه هم ځیني کسان د سوریې د حکومتي ځواکونو په لیکو کې جنگیږي.

حلب په سوریه کې وروستی هغه لوی ښار دی، چې لا هم پکښې یاغیان ستري سیمې تر خپل کنترول لاندې لري. لږ تر لږه ۲۵۰ زره وکړي د دغه ښار په ختیځه برخه کې کلابند دي چې خوراکي مواد او د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري. په ټول حلب کې شا او خوا دوه میلیونه کسان د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري.