1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کې پر نوي اوربند توافق شوی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د سوریې په کورنۍ جگړې کې ښکیل اړخونه په حلب ښار کې د یوه نوي اوربند پر سر توافق ته رسیدلي دي. روسي خبري آژانس تاس، رپوټ ورکړی دی چې دغه اوربند د شپې له نیمایي څخه د دوو ورځو له پاره نافذیږي.

https://p.dw.com/p/1J7N3
Syrien Zerstörung in der Altstadt von Aleppo
انځور: Reuters/A. Ismail

خو دا خبره لا معلومه نه ده چې د سوریې د نورو برخو له پاره هم دغه اوربند صدق کوي او که نه. په مسکو کې د دفاع وزارت ویلي دي چې د دې هدف «د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوی او د وضعیت باثباته کول دي.»

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د آلمان خبري آژانس ته دا خبره تائید کړې ده چې یو توافق رامنځ ته شوی دی. خو هغې ویلي دي چې دغه اوربند به جغرافیا یا په وخت پورې محدود نه وي.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جان کیري، د چهارشنبې په ورځ له روسیې څخه غوښتي وو چې د سوریې پر رژیم د ټول هیواد په کچه د حکومتي ځواکونو او منځلارو پاڅون کوونکو تر منځ د یوه اوربند نافذولو له پاره فشار راوړي.

واشنگټن او مسکو ترمخه لا د فبروري میاشتې په پای کې له نورو هیوادونو سره په گډه د دغسې یوه گام په هکله توافق کړی وو. خو له دغې اوربند څخه تل سرغړونه کیده، په ځانگړې توگه د حلب د ستر ښار پر سر د جگړو پر مهال. د جگړو د بیا زور اخیستو له کبله په اپریل میاشتې کې په ژنیو کې د سولې له خبرو اترو څخه د سوریې اپوزیسیون پر شا شو.

د سوریې د جگړې پنځه کاله کیږي. د دغه کړکیچ حلول له دې کبله هم ستونزمن بریښي چې ډیر لوبغاړي یې خپلې گټې په پام کې لري. په مسکو کې د دفاع وزارت د یاغیانو پر النصره جبهې، باندې تور لگولی دی چې د حلب ښار پر ډیرو ناحیو یې د راکټونو بریدونه کړي دي او د ښار په سویل لویدیځه څنډه کې یې د ټانکونو په واسطه یرغل پیل کړی دی. ویل کیږي چې النصره جبهه د القاعدې ترهگرې شبکې متحده ده. روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد متحد دی او په نظامي ډول د دغه هیواد د پوځ ملاتړ کوي.

شتاین مایر، پر ډیالوگ باندي ټینگار کړی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر ویلي دي چې دی په نزدې راتلونکي کې د سوریې د سولي د خبرو اترو د پیلیدو هیله لري. له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په برلین کې د ملاقات پر مهال، شتاین مایر د سوریې له منځلاري اپوزیسیون څخه د خبرو اترو میز ته د بیرته ورگرځیدو غوښتنه کړې ده.

د جواد ظریف د سفر له کبله د ایران د اپوزیسیون په سلگونو استازو د کنفرانس ځای مخې ته احتجاج کړی دی. په عین وخت کې دواړو مشرانو د ایران د اتومي پروگرام په هکله د تړون تر رامنځ ته کیدو وروسته د دوه اړخیز گډ کار د پیاوړي کیدو خبره کړې ده.

ظریف د آلمان – ایران، اړیکي په دودیزه توگه ډیري ښې یادې کړي دي. هغه ویلي دي چې یوازي د یوې لنډي مودې له پاره ستونزي وې، خو نن ورځ پر دغو ستونزو برلاسي شوي دي.

په عین وخت کې د سوریې د اپوزیسیون تر پنځوسو زیاتو گروپونو پر ملگرو ملتونو تور لگولی دی چې اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کې پاتې راغلي دي.