1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست ښار کې يو شمېر سړکونه بيارغول کيږي

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

په خوست ښار کې د يو شمېر سړکونو د جوړيدو چارې پيل شوي او د چارواکو په وینا چارې به ئې ډېر ژر بشپړې شي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/1583H
انځور: DW


په دې سړکونو کې يو هم د خوست ښار په مرکزي برخه کې د سرګردان چوک سړک دئ، چې د خوست حلقوي سړک د کابل له عمومي سړک سره نښلوي او په ورته وخت کې د يعقوبيو جومات ترڅنګ درې فرعي کوڅې هم په اساسي توګه جوړيږي.

د خوست ښاروالۍ مرستيال انجينرمحمد شريف، دويچه ويلې ته وويل، چې د سرګردان چوک پر سړک باندې د (USAID) له لوري ۵۴۵ زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د Ramp Up، مؤسسې له لوري ئې د تطبيق چارې روانې دي.

په تیرو څو کلونو کې د پلازمینې کابل په شمول یو ډیر شمیر سرکونه جوړ شوي او رغول شوي دي.
په تیرو څو کلونو کې د پلازمینې کابل په شمول یو ډیر شمیر سرکونه جوړ شوي او رغول شوي دي.انځور: Sirat/DW

نوموړى دغه راز وايي، چې د يعقوبيو جومات تر څنګ د سړکونو پخولو ته د ښاروالۍ له پرمختايي بوديجې څخه څه باندې څلور ميليونه افغانۍ بېلې شوي دي او په يوه مياشت کې به ئې ساختماني چارې بشپړې شي.

شریف په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د ښار د مرکزي برخه سربيره ئې د ښار لويديځ په ازادۍ مينه کې هم د دوو لويو سړکونو د جوړلو او کريړ کولو چارې پيل کړي دي.

نوموړى وايي، چې د دغه دواړو سړکونو پر جوړيدو هم د ښاروالۍ له پرمختيايي بوديجې څخه څه باندې ٥١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې ئې دا مهال د يوه افغان خصوصي شرکت له لوري پر مخ بيول کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر دغو سړکونو سربېره د خوست ښار سره نزدې د يو شمېر نورو سړکونو د کريړ کولو چارې هم څه موده وړاندې پيل شوي دي، چې ځينې ئې بشپړې شوې دي او يو شمېر بيا د بشپړيدو په حال کې دي.

د خوست د ښاروالۍ له لوري د ښار د مرکزي سړکونو د بيا جوړونې تر څنګ په ښار کې د ځينو ويالو او پياده رونو د رغونې چارې هم پيل شوي دي.

فرید الله ظاهر/ خوست
کتونکي: سید ریاض