1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي نجوني په بديو کي نه ورکول کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د خوست ولايت د ښځو چارو رياست وايي، چې د تېرکال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي پېښي کمې شوي دي.

https://p.dw.com/p/14KFK
انځور: AP

د خوست د ښځو چارو رئيسې ميرمن خاوراميري دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چې پخوا په خوست کې په بدو کې نجوني ورکول کيدې او تر څنګ ئې د نجلۍ د ودېدو پر سر غټ ولور اخيستل کيدی خو اوس دا کار لږ سوی دئ.

د نوموړي په وينا اوس د دغسي پېښو د مخنيوي په برخه کې د پام وړ ښه والى راغلى دئ اولامل ئې د ښځو چارو له ځايي ادارې سره د قومي مشرانو او ديني عالمانو فعاله مرسته ده.

خو ددغه ولايت يو شمېر ښځي وايي چي تر اوسه هم تر سختو شرايطو لاندي ژوند کوي او لا ئې په مخکي ډيري ستونزي پرتې دي.

د خوست يوه اوسېدونکې ميرمن ناديه وايي، چې ښځو ته د اسلام لخوا د ورکړل شوو حقونو نه ورکول او د عمر په زياتېدو ښوونځيو ته د ځوانو نجونو نه پريښودل هغه ستونزي دي، چې لا د انديښنو وړ دي.

«موږ غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې راته د علم اجازه راکړل شي، زموږ د نجونو په خوښه واده وشي او ځيني نور شرعي حقوق ورته ورکړل شي.»

دا په داسي حال کې ده، چې دا مهال د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د نجونو د ودېدو پر سر د غټ ولور د کميدو قومي پرېکړه شوې ده او د يوې نجلۍ پر سر دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ ولور ټاکل شوى دئ.

پخوا د نجونو پرسر له پنځو څخه تر لسو لکو افغانيو پوري ولور اخيستل کېدئ.

د خوست اوسېدونکي وايي چي دا قومي پرېکړي د خوست په مرکز متون او يو شمېر ولسواليو کښي سوي دي چي دا مهال ئې تر ډېره عملي بڼه هم خپله کړې ده.

قومي جرګو داسي پريکړه کړې ده چي که څوک د پريکړي خلاف غټ ولور واخلي، هغه کورنۍ به له قومه ايستل کيږي او کور به ئې د قوم له لوري سوځول کيږي.

بله خوا تيره ورځ د افغانستان حکومت په لومړی ځل د ښځو د وضعيت راپور چي د بهرنيو چارو وزارت او نورو ټولنو په مرسته جوړ سوی وو د سيدا يا د ښځو په وړاندي د هرډول زورزياتي د مخنيوي کنوانسيون ته وسپاره.

په پام کي وه چي افغانستان په دغه کنوانسيون کي تر غړيتوب يو کال وروسته يو مقدماتي راپور ورکړي خو په هيواد کي د ناامنيو او کاري ظرفيت د نستوالي له امله دا کار څو کاله و ځنډېدئ.

په دې راپور کي راغلي دي چي په افغانستان کي ۶،۷سلنه ودونه اجباري دي چي دا د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي سبب کيږي. راپور دغه راز ليکي چي د خپلي خوښي ودونو شمېر په سلو کي ۳۶ دئ.

دغه راز په دې راپور کي راغلي دي چي د ښارونو په پرتله په ولسواليو کي ښځي ډيري له زورزياتي سره مخامخ کيږي:«په ليري پرتو سيمو کي ۸۴ سلنه ښځي له ډول ډول زورزياتيو سره مخامخ کيږي.»

فريد الله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل