1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي دوو ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړي سوې

۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبه

دغه ودانۍ چي دعبدالحي حبيبي ليسي او اڅړو منځنی ښوونځی لپاره جوړې شوې ، پرانيسته يې د هغه مراسمو پرمهال وسوه، چي ځايي دولتي چارواکو د پوهني مسوولينو او زده کوونکو پکښي برخه اخيستې ول.

https://p.dw.com/p/R8sI
د ښوونځی د پرانستلو مراسم
د ښوونځی د پرانستلو مراسمانځور: DW/F.Zaher

د خوست د پوهني رئيس بخت نور بختيار وويل ، چي په دغه دواړو ودانيو د پوهني وزارت د پرمختيايي پروګرام ايکويپ له لوري اته نيم ميليونه افغانۍ لګول سوي ، چي دواړه ودانۍ ٨، ٨ درسي او څلور اداري خوني لري.

نوموړى زياتوي، چي د دغه ودانيو په جوړيدو سره به اوس د دوی د زده کوونکو ډيری هغه ستونزي هواری سي، چي وړاندي به يې ټکنده لمر او خړوخاورو کي زده کړي کولې.

د پرانيستي دغه غونډي ته خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کي وويل، چي په نږدي راتلونکي کي به د قومي مشرانو، ولسوالانو او دولتي مامورينو په مرسته د پوهني د لا ودي لپاره پراخ تبلغاتي کمپاين پيل کړي.

نوموړى وايي ، چي له دغه کمپاين څخه يې موخه دا ده ، ترڅو له يوې خوا د را روان نوي کال په جريان کي د خوست د زده کوونکو شمير لوړ کړي او له بلي خوا د ښوني او روزني په برخه د کيفيت او ظرفيت لوړوني په برخه کي کار وکړي.

دغه ودانۍ پداسي حال کي ګټي اخيستني ته سپارل کيږي، چي دا وخت د خوست په بيلابيلو سيمو کي د ٢٠ ښونځيو د ودانيو پر جوړولو چاري رواني دي، او د چارواکو په خبره په نږدې راتلونکي کي به ګټي اخيستني ته وسپارل سي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل