په خوست کي د تړل سوو ښوونځيو د بيا پرانستلو هڅي
۱۳۹۰ فروردین ۵, جمعهد خوست د پوهني رئيس بخت نور بختيار وايي: چي دغه ښوونځي د خوست ولايت په لرو پرتو سيمو کي د ښوونکو د کمبود او د سرپناه د نه شتون له امله په تير ١٣٨٩ کال کي تړل سوي و، خو اوس يي د پرانستلو لپاره پر يو لړ پروګرامونو کار کوي.
د خوست د پوهني رئيس زياته کړه: تير کال د خوست له ليسو څخه نږدي (٢٠٠٠) زده کوونکي فارغ سوي او اوسمهال (١٧٠٠٠٠) زده کوونکي د خوست په بيلابيلو سيمو کي د پوهني د رياست په چوکاټ کي په زده کړو بوخت دي .
نوموړى وويل چي په ١٣٩٠ کال کي پلان لري ، تر څو په خوست کي تر (٣٠٠٠٠) نوي زده کوونکي په بيلابيلو ټولګيو کي شامل کړي.
په همدي حال کي د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي: چي روان نوى کال به په خوست ولايت کي د معارف د ودي او پرمختګ کال وي.
د نوموړي په خبره ، پلان لري ، د روان نوي ١٣٩٠ کال په اوږدو کي ، د بې سرپناه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړي او د زده کوونکو لپاره به يي اړيني اسانتياوي برابري کړي.
د يادوني وړ ده ، چي تير کال په خوست ولايت کي د ښووني او روزني د پرمختګ په برخه کي د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي.
د دولتي ښوونځيو ترڅنګ په خوست کي د شيخ زايد پوهنتون د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمين او نږدې لس شخصي ښوونځي هم فعاليت کوي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل