1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي يوه هلي کوپتر نسکوره سوې

۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان په ختيځ کي د يوې څرخي الوتکي د رالويدو له امله دوه تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي. طالبانو ادعا کړې چي هليکوپتر د دوی جنگياليو را غورځولې ده.

https://p.dw.com/p/11UgM
په افغانستان کي د بهرنيو سرتيرو يوه هليکوپتر د بيړنۍ ناستي پر مهال
په افغانستان کي د بهرنيو سرتيرو يوه هليکوپتر د بيړنۍ ناستي پر مهالانځور: AP

په افغانستان کي د ناټو وياند تيم جيمز دا خبره تائيد کړې چي د هغه هيواد په ختيځ کي د يکشنبې په ورځ د ايساف ځواکونو يوه هلي کوپتر را لوېدلې ده. ولي دا خبره يې رد کړې چي گواکي دا دي د طالبانو له خوا را غورځول سوې وي.

« موږ پر هلي کوپتر باندي هيڅ ډول داسي نښي نه وينو چي هغه دي د دښمن لخوا ويشتل سوې وي. الوتکه د تخنيکي نيمگرتياو له امله بيړنۍ ناستي ته اړه سوې وه.»

رويترز خبري آژانس ليکي چي، په افغانستان کي د ايساف ځواکونو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د الوتکي د بيړنۍ ناستي پر مهال ددوی دوه تنه سرتيري وژل سوي. خو دايې نه دي ويلي چي عسکر د کوم هيواد اتباع دي.

د افغانستان په ختيځ د بهرنيو ځواکونو ډيری د امریکا د متحده ايالاتو څخه دي. خو د نوور هيوادونو دا هم سته.

د طالبانو وياند ‌ذبيح الله مجاهد د یو نا معلوم ځای څخه د تليفون پر کرښه ويلي چي الوتکه د خوست ولايت په ختيځ کي د پاکستان پولي ته څيرمه د صبرۍ ولسوالۍ د موچی په سیمه کي د اوږې د راکيټ څخه په استفادې ددوی ځواکونو را غورځولې ده.

ځايه اوسيدونکو ويلي چي هلي کوپتر يې مخکي تر دې چي په يوه غرنۍ سيمه کي را ولويږي ليدلې چي تور دود ځني پورته کيدی.

په تيرو ۱۸ مياشتو کي په افغانستان جگړې سخت زور اخستی. او وروسته له هغه چي طالبانو د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان کړی په افغانستان کي امنيتي وضع نوره هم خرابه سوې.

د www.icasualties.org د راپور له مخه په روان کال تر اوسه پوري ۲۳۰ تنه بهرني سرتيري وژل سوي.

يوازي د روان کال د می په مياشت کي ۵۷ تنه بهرني سرتيري ووژل سول چي دا يوه د خونړۍ مياشتو څخه و. او جون د مياشتي په لومړيو پنځو ورځو کي خو بيا ۱۳ تنه وژل سوي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم