1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي پر امريکايي اډې ځانمرگی بريد

۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/1799o

افغان چارواکي وايي، چي په خوست کي پر یوې امريکايی اډې باندي په یوه ځانمرګي برید کي ۳ تنه افغانان وژل سوي دي. د ناټو یوه ویاند خبر ورکړی دی، چي په خوست کي د دوی پر اډې باندي په حمله کي ۷ تنه نور کسان ټپيان سوي دي. خو په قربانیانو کي د ایساف عسکر نه دي شامل. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله یوه ځان وژونکي د «چپمن» نظامي اډې ته د ننوتلو پر مهال خپل د چاودیدونکو موادو موټر وچاود. تقریباً درې کاله دمخه په یوه ورته حمله کي په دغه ا‌ډه کي دCIA اووه تنه کارکوونکي او یو اردنی ارتباطي کس وژل سوي ول. د حملې مسئولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.