1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې سيلابونو مالي او ځاني تاوانونه اړولي

۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعه

د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه د خوست په ولايت کې سخت اورښتونه شوي دي. رامنځ ته سوؤ سېلابونو د خوست په بېلابيلو سيمو کي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

https://p.dw.com/p/12FqP
د خوست آرشيف انځور
د خوست آرشيف انځورانځور: Pahjwok Afghan News

د خوست ولايت په بيلو سيمو کي د سيلابونو له کبله په زرگونو جريبه مځکه اغېزمنه سوې ده. د نوموړي ولايت د دوه منده ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې سيلابونو د دوى په سيمه کې درې تنه نارينه وژلي ، يو شمېر څاروي يې له منځه وړي او ترڅنګ يې له خلکو څخه په زياته اندازه ځمکې هم لاندې کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د خوست په نږدې ټولو سيمو سخت اورښتونه وشول او بيا د پنجشنبې او جمعې د منځنۍ شپه په جريان کې په پرله پسې ډول د خوست يو شمېر ولسواليو کې سخت سيلابونه را ووتل او خلکو ته يې ګڼ زيانونه پېښ کړل. په خوست کې سږ کال دا لومړني سيلابونه دي، چې له ځانه سره يې ګواښونکي څپې درلودې.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ دويچه ويلې ته وويل چې د پنجشنبې او جمعې منځنۍ شپه د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په المارې سيمه کې لسګونه کسان د سيلابونو په منځ کې بند پاتې وو.په وينا يې د افغان ځواکونو په هڅو ځينې ازاد شول او نهه تنه يې لادرکه شول.

مبارز محمد ځدراڼ زياتوي چې د بيړنيو پېښو سره د مبارزې کميټې بيړنۍ هڅې پيل کړي چې د سيلابونو وروستي زيانونه معلوم کړي. خو د ځدراڼ په خبره لومړني معلومات ښيي چې د پنجشنبې په شپه په خوست کې سيلابونو ٢ تنه وژلي دي.
اوس هم په اسمان کې د خوست پر فضا توره او خړه ورېځ ده او داسې اټکل کيداى شي چې سخت اورښتونه وشي او يو ځل بيا سيلابونه را ووځي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: احمدولي اڅکزی