1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې لویې نجونې ښوونځیو ته ځي

فریدالله ظاهر۱۳۹۲ شهریور ۸, جمعه

د خوست ولایت اوسیدونکي او چارواکي وايي چې اوس په دې ولایت کې کورنۍ د پخوا په څیر خپلې لوڼې د عمر له ډیریدو سره له ښوونځي نه منع کوي. د هغوي په خبره اوس ډیر شمیر نجونو تر یو ځنډ وروسته بیا ښوونځیو ته ورځي.

https://p.dw.com/p/19Z0f
Mädchenschule in Herat, Afghanistan. Bis heute haben 30% der Schülerinnen in Herat kein Schulgebäude. Copyright: DW/H. Hashemi
Mädchenschule in Herat Afghanistanانځور: DW/H. Hashemi

دوه ویشت کلنې عایشې تر څو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا خپلې زده کړې پیل کړې. د خوست ولایت دغه اوسیدونکې یې کورنۍ نه وه پریښې چې تر شپږم ټولگې وروسته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

له ښوونځي څخه د عایشې د محرومیدو لامل د هغې د عمر لوړیدل وو. پلار او ورونو یې پریکړه کړې وه چې عایشه ښوونځي ته د تلو په عمر نه ده او باید په کور کښیږني. خو دغې ځوانې نجلۍ خپل همت له لاسه ور نه کړ او له ښوونځي څخه تر وتلو وروسته یې په کور کې خپلې زده کړې جاري وساتلې. پر دې سربیره ځوانې عایشې هڅه کوله چې د خپل پلار او ورونو فکرونو ته بدلون ورکړي ترڅو هغه یو ځل بیا ښوونځي ته د تلو اجازه ترلاسه کړي.

عایشه تر څو کلونو هلو ځلو او ډیر خبرو اترو وروسته وتوانیده چې خپله کورنۍ دې ته چمتو کړي چې هغې ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي. اوس عایشه د خوست ولایت د «بي بي حليمې» ليسې د یولسم ټولګي زده کوونکې ده او پوهنتون ته د تلو له پاره چمتوالی نیسي.

دا په خوست ولایت کې یوازې د عایشې کیسه نه ده. د هغې په شان ډیرې نجونې د عمر د لوړیدو له کبله د خپلو کورنیو له خوا له ښوونځیو ایستل شوې وې.

په تیرو کلونو کې ډیر شمیر نجونو په خوست ولایت کې یوازې تر شپږم ټولگي پورې زده کړې کولې او تر هغه وروسته به په کور کښیناستې. خو دا هر څه اوس د بدلیدو په حال کې دي.

د بي بي حليمې د نجونو ليسې سرپرست مدير خان محمد، وايي چې په تېرو کلونو کې به له شپږم ټولګي وروسته درسي خونې تشې وې. خو هغه زیاتوي چې اوس دغه وضعیت بدلون موندلی دی. د هغه په خبره اوس ډیر شمیر ميندې او پلرونه ورته مراجعه کوي ترڅو هغه نجونې بېرته په لوړو ټولگیو کې جذب شي چې پخوا يې د ځينو کلتوري محدوديتونو له امله له زده کړو منع کړي وې.

حاجي عبدالله د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د اکا کلي اوسيدونکى دى. هغه وايي چې پخوا یې خپلې دوې لوڼې د عمر د لوړیدو له کبله له زده کړو منع کړې وې. هغه اوس خپلې دواړه لوڼې ښوونځي ته استولي دي. حاجي عبدالله وایي: «زه د زده کړو په ارزښت هغه وخت پوه شوم کله چې مې په کور کې یوه ولادي ستونزه پیدا شوه. که مې په کور کې کومه ښځینه ډاکټره لرلی نو ستونزې به مې نه وای لیدلې.»

په خوست کې د پخوا په پرتله ډیرې نجونې په ښوونځي کې شاملې شوې دي

د خوست ولایت چارواکي وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د روان کال په پیل کې د خوست ولایت په ښوونځيو کې ډیرې نجونې شاملې شوې دي.

د خوست د پوهنې او روزنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي، وايي چې اوس په دغه ولایت کې د نجونو ٦٧ ليسې، منځي او ابتدايه ښوونځي فعال دي چې په کې په لسهاوو زره نجونې زده کړې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته نجونو ښوونځیو ته د تلو امکامات پیدا کړل. خو اوس هم د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د امنیتي، ټولنیزو، کورنيو او دودیزو محدودیتونو له کبله نجونې ښوونځي ته نه شي تلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب