1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې ځانمرگی بريد ـ لس تنه ملگي وگړي مړه او 14 ټپيان شوي دي

۱۳۸۵ بهمن ۳, سه‌شنبه

د يو ځانمرگي بريد په نتيجه کې په خوست کې د امريکايانو د يوې اډې مخې ته نن سه شنبه لږ تر لږه لس افغاني ملکي وگړي وژل شوي دي. د افغانتسان د کورنيو چارو د وزارت يوه وياند زياته کړه چې 14 نور ملکي وگړي ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/DKB5
د امريکايانو نظامي اډه سالرنو په خوست کې، په عکس کې ايټاليايي عسکر ليدل کېږي
د امريکايانو نظامي اډه سالرنو په خوست کې، په عکس کې ايټاليايي عسکر ليدل کېږيانځور: AP
ځانوژونکی هم په کې مړ شوی دی. ځانوژونکي هغه چاودېدونکي توکي چې خپل بدن پورې يې تړلي وو، هغه مهال والوځول چې يوه ډله سړي د امريکايانو اډې مخې ته د کارموندلو په لټه ولاړ وو. دغه ځانمرگی بريد د نوي ميلادي کال د پيل راهيسې تر ټولو زورور و.
د نړيوال امنيتي ځواک ايساف يوې وياندې وويل چې عسکرو ته کوم زيان نه دی رسېدلی. د متحده آيالاتو دغه نظامي اډه »سالرنو« د خوست ښار څخه شپږ کيلومتر شمالي خوا ته پرته ده.