1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر پښتونخوا کي چهارشنبې خونړۍ ورځ ول

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

تيره ورځ په خيبر پښتونخوا کي يو په بل پسي څلور بمي چاودني وسوې چي په پايله کي يې ۲۹ ووژل سول.

https://p.dw.com/p/QrfE
د پيښور ورځنی حالت
د پيښور ورځنی حالتانځور: AP

تيره ورځ ترغرمې وروسته د خيبر پښتونخوا په مركز پېښوركي يو په بل پسي دوې بمي چاودنې وسوې او په پايله كي يي دوې ښوونكي ووژل سوې او درې ماشومان يې ټپيان سول.

تر هغه لږ وروسته د ماښام پر وخت د پېښور په جمرود سړک باندې يوه بله بمي چاودنه وسوه چې يو ماشوم يې وواژه دوه نور يې ټپيان كړل.

خو تر دې چاودنو وروسته ماښام ناوخته يو بل ځانوژونكى خپل د چاوديدونکو موادو ډک موټر د بنو په مريان سيمه كي د پاكستاني سرتېرو له تاڼې سره وجنګاوه او سخته مرګ

ژوبله يې رامنځ ته كړه.

د پاكستاني رسنيو په خبره په دې ځانوژونكي بريد كي شل كسان وژل سوي دي او۲۱ نور ټپيان دي. خو پاكستاني پوليس بيا دا شمېره تر دې لږ ښيي او وايی چي په دې پېښه كي

د پاكستان پوليسو په ګډون شپاړس تنه وژل سوي او تر شلو زيات نور كسان ټپيان دي.

دا چي ولي ورځ تر بلي په خيبر پښتونخوا کي امنيتي حالت خرابيږي او ددې مخنيوی نه کيږي د نيشتل ګوند چي دا وخت په خيبر پښتونخوا كي يو حكمران ګوند دى او د پاكستان په قومي اسبملۍ كې هم غړيتوب لري يو مشر هاشم بابر وايي چي دا د پوليسو كمزوري ده.

كه هاشم بابر په پاكستان كي د بمي چاودنو مخنيوى نه نيول د پوليسو كمزوري بولي خو په افغانستان كي د پاكستان پخوانى دفاعي اتاشه بريدجنرال سعد خان بيا پر موجوده حكمرانانو تور لګوي او وايي چي نا اهله كسان پر عوامو باندي حكمراني كوي.

« زموږ د حكمرانانو په لومړيتوبونو کي امن نه سته هغه دا نه غواړي چې عوام دي ښه ژوند تېر كړي. هغه سى چي د حكمرانانو په لومړيتوبونو کي نه وي هغه به عوام ته څه

وركړي.»

تېره ورځ د خبير پښتونخوا له پاره يوه خونړۍ ورځ وه چې په جلاجلا پيښو كې په كې نهه ويشت كسانو خپل ژوند له لاسه وركړی.

حبيب الرحمن تاثير/ کويټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل