1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر کي بمباريو ۲۰ ياغيان وژلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

له افغانستان سره په سرحد قبايلي سيمه کي د پاکستاني ځواکونو په هوايي بمباريو کي نزدې ۲۰ تنه ياغيان وژل سوي دي. پاکستاني چارواکو ويلي دي چي بمبار ئې نن د جمعې په ورځ په خيبر سيمه کي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Fjiv
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي دغه هوايي يرغل د هغو عملياتو يوه برخه ده چي له يوه کال راهيسي په دغه سيمي د وسله والو ياغيانو پرضد پيل سوي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له اکتوبر مياشتي راهيسي په خيبر اجنسۍ کي د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پر ضد تهاجمي عمليات پيل کړي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي: «شل تنه تروريستان چي څو تنه قوماندانان ئې هم پکښې ول په دقيق هوايي يرغل کي د خيبر په ليري پرته سيمه کي نن ووژل سول.»

په بيانيه کي زياته سوې ده چي په دغه پيښه کي نزدې ۱۸ تنه نور تروريستان ټپيان سوي هم دي.

دا چي دغي سيمي ته رسنۍ لاس رسۍ نه لري، دا ډېره ستونزمنه ده چي سړی د پوځ ادعا ومني او د وژل سوو کسانو هويت څرگند سي چي آيا رشتيا هم وسله وال وژل سوي که ملکي وگړي.

د پاکستان پوځ د تير کال په جون مياشت کي په شمالي وزيرستان کي د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پرضد ستر تعرضي عمليات پيل کړل او له دغي سيمي څخه په زرونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښوولو ته مجبوره سول.

دغه بې ځايه سوي کورنۍ چي يو شمېر ئې په بنو سيمي کي په يو کمپ کي اوسيږي او يو شمېر ئې د خپلو دوستانو کري اړولي دي، وايي چي بيرته بايد خپلو کورونو ته ور وگرځي.

د پاکستان حکومت څه موده دمخه ويلي ول چي د يوه پلان له مخي به دغه بې ځايه سوي کورنۍ بيرته خپلو کورونو ته ستنې کړي.