1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خیبر پښتونخوا کې د کلتوري میراث د بیا ژوندي کولو هڅې

فرید الله خان۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د لس کلنې ترهگرۍ په پایله کې د اغیزمنو شويو کلتوري فعالیتونو د بیرته ژوندي کولو له پاره گامونه اخیستي دي. د دغه ایالت په بیلا بیلو سیمو کې د موسیقۍ او نورو کلتوري فعالیتونو پروگرامونه جوړيږي.

https://p.dw.com/p/1IRwB
Pashto Sängerin Musik Show Peshawar
انځور: DW/F.U.Khan

د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلا بیلو سیمو کې د موسیقۍ او د سټیج سر نورو هنرونو سیالۍ لړۍ پیل شوې ده. د پښتو ژبې پخواني سندرغاړي او نورو هنرمندان د دغې لړۍ ملاتړ کوي.

همداشان د خیبر پښنونخوا حکومت له یوې مودې راهیسې د بې روزگاره موسیقۍ غږونکو، سندرغاړو، د راډیو، تلویزون او ستیج د هنرمندانو سره د مالي ملاتړ لړۍ هم پیل کړې ده. دغه خلک د تروریزم ضد جگړې پر مهال د بې روزگاره پاتې کیدو له کبله له سختو مالي ستونزو سره لاس او گریوان شوي دي.

د موسیقي او تمثیلي ډرامو له پاره د نویو د استعدادونو د موندلو او دغه څانگې ته د راتلونکو کسانو د هڅولو له پاره پر پیښور سربیره سوات، مردان، چارسده او ایبټ آباد کې دغسې سیالۍ تر سره شوي دي چې ښې پایلې یې لرلي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د کلتور ادارې مشر عبدالباسط، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه پروژه د ځایي کلتورنو د بیا راژوندي کولو له پاره ده. هغه زیاته کړه چې د مالي ستونزو سره لاس او گریوان هنرمندانو سره هم د مالي ملاتړ بهیر پیل شوی دی او تر ۵۰۰ پورې هنرمندانو ته د سړي سر ۳۰ زره کلدارۍ ورکړل شوي دي.

په پیښور کې د موسیقۍ په جوړ شوي دغه پروگرام کې ډیرو ځوانانو برخه درلوده
په پیښور کې د موسیقۍ په جوړ شوي دغه پروگرام کې ډیرو ځوانانو برخه درلودهانځور: DW/F.U.Khan

د عبدالباسط په خبره پر پښتو ژبې سربیره د سرائیکي، چترالي، هندکو، شینا او نورو سیمه ییزو ژبو د هنرمندانو د تشویقولو له پاره هم هڅې رواني دي چې په وینا یې په دې برخه کې تر ۸۰۰ زیات پروگرامونه شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کلتوري میراثونو د بیا ژوندي کولو د چارو څارونکي او مشهور سندرغاړي گلزار عالم، ويلي چې دا د وخت اړینه غوښتنه ده چې د ویرې د فضا تر ختمیدو وروسته د کلتوري چارو له پاره گامونه پورته شي.

د کلتوري میراث د بیا ژوندي کولو له پاره که له یوه اړخه د کلتور اداره هلې ځلي کوي، له بلې خوا بیا د سیلاني توب ایالتي محکمه هم په دې برخه کې د هغوی لاس نیوی کوي. د دغو دواړو ادراو ویاندې زهرا عالم ویلي دي چې د «کلتوري میراثونو د بیا ژوندي کولو» په نوم د دغې پروژې په ترڅ کې په ټول ایالت کې د موسیقۍ او دودیزې لوبې پر لاره اچول کیږي.

د پیښور په نشترهال کې یوه سندرغاړې خپل هنر وړاندې کوي
د پیښور په نشترهال کې یوه سندرغاړې خپل هنر وړاندې کويانځور: DW/F.U.Khan

په خیبر پښتونخوا کې په تیرو ۱۴ کلونو کې د موسیقۍ له فن سره د تړلو کسانو له پاره ژوند کول ستونزمن شوي وو. که له یوه اړخه ډیر شمیر سندرغاړي اروپا او امریکا ته کډه شول نو ډیر شمیر نور یې د پاکستان بیلا بیلو برخو ته کوچیدلي دي.

په ځانگړې توگه د خیبر پښتونخوا ایالت په شپږو سیمو کې له دغه فن سره تړلې ښځې او نارینه ووژل شول او نورو ته د سیمې د پریښودو گواښونه وشول. خو د نسبي امنیت تر ټینگیدو وروسته د دغه ایالت په بیلابیلو ښارونو کې په کلتوري فعالیتونو کې هم ډیروالی راغلی دی چې د حکومتي او غیر حکومتي ادارو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب