1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دارفور کي د سوله ساتو څواکونو ماموريت نور هم اوږد سو

۱۳۸۷ مرداد ۱۱, جمعه

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د سوډان په کړکېچنه سيمه دارفور،کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ماموريت يوکال نور هم تمديدکړی، خو د امريکا متحده آيالتونو خپله رايه نه ده استعمال کړې.

https://p.dw.com/p/EoSn
په دارفور کي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي چينايي ځواکونه
په دارفور کي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي چينايي ځواکونهانځور: AP

د امريکاد متحده ايالاتو مرستيال سفير اليجندرو اوولف،د دې حقيقت سپيناوی کړی او ويلي يې دي:«دامريکا متحده آيالاتو خپله رايه ونه کاروله، ځکه چي ځيني څرگندوني چي په پريکړه ليک کي راغلي وې د سوډان ولسمشر بشير، ته داسي اشارې په ځان کي رانغښتي وې چي د نړيوالو،هغو هڅو په وړاندي به غلط زيگنال وای چي غواړي هغه د عدالت منگولو ته وسپاري».

د ماموريت د تمديدولو يا نه تمديدولو د مسالې نه پرته نور مسايل هم په بحثونوکي وڅېړل سول.بله مهه مساله د سوډان د ولسمشرعمر البشير، په وړاندي د بند حکم دی چي نړيوالي محکمې صادر کړی دی.ليبيا او جنوبي افريقا غوښتل چي له دغه حکمه څخه دي صرف نظر وسي.

د سوډان مشر عمرالبشير چي د نړيوالي محکمې لخوا په دارفور کي په ډليزه وژنه تورن دی
د سوډان مشر عمرالبشير چي د نړيوالي محکمې لخوا په دارفور کي په ډليزه وژنه تورن دیانځور: AP

افريقايي ټولني د بند د دغه حکم په وړاندې اندېښنه وښودله چي دغه اندېښنې د پرېکړه ليک په يوه ماده کي راوستل سوې.د افريقايي ټولني غړيو هيوادونو داسي استدلال وکړی چي، د سوډان د جمهور رييس عمر البشير په وړاندي د بند حکم د سولي پروسې ته تاوان رسوي.امريکايانو په خپل وار له دغي مادې سره د نظر اختلاف څرگندکړی.

د نړيوالي محکمې لوی څارنوال، لويس مورېنو وکامپو، په دارفور کي د ډله ييزو وژنو په خاطر د سوډان د ولسمشر د بند حکم صادر کړی دی.مورينو وکامپو،پر البشير باندي تور لگوي چې د دارفور وگړي يې په ډله يزه توگه وژلي دي.

د نړيوالي محکمې لوی څارنوال لويس مورينو و کامپو
د نړيوالي محکمې لوی څارنوال لويس مورينو و کامپوانځور: AP

دنړيوالي محکمې لوی څارنوال په دې اړه وايي:«هر څوک چي له داسي ستونزو سره مخامخ سي بايد د عدالت اورگانونو ته وسپارل سي.په دې ټکوکي څرگنديږي چي د دارفور د شخړي دحلولو دپاره هلي ځلي خپل اوج ته رسيدلي دي. دا خبره چي د سوډان ولسمشر جنگسالار دی او ډله ييزه وژنه يې کړې او بايد په نړيواله کچه محاکمه سي د هغه وينا سره سرخوري چي وايي،د سوډان له حکومت سره رغوونکي خبري اتري ناممکني دي. زه پخپله په دې نظر يم چي دغه کار به دسولي بهيرگړندی نه کړي او کمه عاقلانه پريکړه نه ده».

دملگرو ملتونو او افريقايي ټولني سوله ساتی ځواک د کال د پيل راهيسي په دارفور کي ماموريت شروع کړی دی.د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخه تر اوسه يوازي د پلان سوو26000 زرو عسکرو او پوليسو له جملې څخه 10000 تنه گمارل سوي دي.د ملگرو ملتونو کارکوونکي د سوډان پر حکومت تور لگوي چي د نړيوالو هڅو په وړاندي خنډ گرځي.

د دارفور په شخړه کي چي پنځه کاله پخوا د حکومتي مليشو او ياغيانو تر منځ راولاړه سوې ده د ملگروملتونو د معلوماتو له مخه 300000 انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی. او شاوخوا 2500000 تنه کډوالۍ ته اړ سوي دي.

د دارفور د راتلونکي برخليک په اړه پريکړه يوه ناندريزه مساله وه، ځکه چي د امنيت شورا غړو هيوادونو د نړيوالي محکمې دهغه حکم په وړاندي سره اختلاف درلودی چي د سوډان د جمهور رييس عمر البشير په وړاندي صادر سوی دی.د امنيت د شورا14 غړو د نړيوالو ځواکونو د ماموريت تمديدولو ته مثبته رايه ورکړې ده.