1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دارفور کې د مهاجرو شمیر تر ۱۰۰ زرو اوښتی

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو استازي هرفه لادسوس، په نیویارک کې د امنیت شورا ته د سودان د لویدیځ ولایت دارفور په هکله یو تت انځور وړاندې کړ. په دغه ځای کې د مهاجرو شمیر تر سلو زرو اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/1IR9o
انځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

نوي کسان د سودان د آزادي بخښونکي پوځ (اس ال اې) او د حکومتي ځواکونو تر منځ د جگړې د بیا تودیدو له کبله تيښتې ته اړ شوي دي. د سولې د رامنځ ته کیدو له پاره د ملگرو ملتونو استازي هرفه لادس، په نیویارک کې ویلي دي چې په دارفور کې د مهاجرو شمیر ۱۰۳ زرو کسانو ته رسیدلی دی او بشري مرستندویه سازمانونه خو بیا دغه شمیر آن ۱۳۸ زره تنه ښيي. د هغه په خبره د جبل مره، په لیرې پرتې غرنۍ سیمه کې وضعیت کړکیچن دی.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې حکومت د UNAMID په نوم د ملگرو ملتونو سوله ساتي ماموریت ته د لاس رسي اجازه نه ورکوي، نو له دې کبله د ملکي قربانیانو د شمیر په هکله دقیق معلومات نه شته. د ملگرو ملتونو نوموړي استازي د سودان له حکومت او د یاغیانو له مشر عبدالواحد النور څخه غوښتي دي چې جگړو ته د پای ټکی کښیږدي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

۱۳ کلنه جگړه

دغه کړکیچ په ۲۰۰۳ کال کې پېل شوی دی او له هغې راهیسې تر ۳۰۰ زره زیات انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شا او خوا ۲،۶ میلیونه کسان تیښتې ته مجبوره شوي دي. په ۲۰۱۰ کال کې له حکومت سره د سولې یو تړون لاسلیک شو خو په هغې کې د یاغیانو ټولو ډلو برخه نه وه اخیستي.

یاغیان پر حکومت تور پوري کوي چې غیر عرب ولس تر فشار لاندې نیسي. په دینهاگ کې د جزا نړیوالې محکمې د سودان د ولسمشر عمر حسن البشیر، د نیولو امر صادر کړی دی. پر هغه باندې د ولس وژنې، جنگي او بشريت ضد جنایتونه تورونه لگول شوي دي.

په UNAMID کې د آلمان ونډه

د ملگرو ملتونو او افریقایي ټولنې د سولې گډ ماموریت UNAMID له ۲۰۰۷ کال راهیسې پېل شوی دی. د دغه ماموریت زیاتره سوله ساتي عسکر له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري، خو د لویدیځ هیوادونو څخه آلمان یوازینې هیواد دی چې په دغه ماموریت کې ونډه لري. په لومړي قدم کې د آلمان د پوځ ونډه پوځي څارنه ده. په دغه ترڅ کې تر ۵۰ عسکرو پورې ونډه لرلی شي، خو اوسمهال یوازې اووه تنه هلته دي. د آلمان پارلمان یا بوندستاگ د تیر کال په نومبر میاشتې کې په دارفور کې د دغه ماموریت په هکله پریکړه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب