1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دارم شتات کې د عیسوي شوو ایراني کډوالو د تعمید غسل

۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

یو شمیر ایراني کډوال آلمان ته تر رسیدو خپل دین بدلوي. یو شمیر چارواکي وایي چې هغوی دغه کار د پناهندګي ترلاسه کولو له پاره کوي خو هغوی ټینګار کوي چې د دین بدلول یې د پناهندګي له دوسیې سره اړیکه نه لري.

https://p.dw.com/p/1J1pK
انځور: Imago/epd

په آلمان کې د ایراني کډوالو د عیسوې کیدو بهیر همداسې ادامه لري. د فرانکفورته الگماینه آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په دې ورستیو څو میاشتو کې د هغو ایراني مهاجرو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی چې خپل دین بدلوي.

د هغه رپوټ پر بنسټ چې د می میاشتې په ۲۴ نیټه په دغه رسنۍ کې خپور شوی وو، د آلمان په دارم شتات ښار کې د «ماتیوس» په نوم د پروتستانتو کلیسا یو له هغو ځایونو څخه دی چې ایراني دین بدلونکي په کښې لمبول کیږي.

د دغې کلیسا کشیش اسون اینگل، دې خبرې ته په اشارې کولو سره وویل چې د مسلمانانو د عیسوي کولو وظیفه ده ته نه ده سپارل شوې. هغه په خپله کلیسا کې د دواطلبه مسیحي ډلو په هکله وایې: «په ۲۰۱۶ کال کې پنځه تنه مهاجر چې موږ له هغو څخه ملاتړ کوو عیسویان شوي دي. یوه بله ډله هم په همدې شمیر کې په نوبت کې ده.»

د دغه کشیش په خبره هغه کسان چې عیسوي دین ته میلان لري «باید په رښتیا هم عقیده ولري او صبر کوونکی اوسي.»

په فارسي ژبه د انجیل زده کړه

یو له هغو کسانو څخه چې ډير ژر د اسون اینگل له خوا ورته د تعمید غسل ورکول شوی، د امیر په نوم یو ایرانی مهاجر دی. هغه د فرانکفورته الگماین ورځپاڼې ته ویلي دي چې په ایران کې یې هم د عیسوي دین پر احکامو باور درلود. امیر ویلي: «د مارتین لوتر مذهب زما له پاره تر ټولو ښه وو. »

اسون اینگل، د دغه مذهب اصول د شپږو غونډو په ترڅ کې هغو ایراني پناغوښتونکو ته تشریح کړي چې عیسویان شوي دي. د ماتیوس کلیسا دغه کشیش وایې: «ما په انگلیسې ژبه خبرې کولې او امیر زما خبرې نورو ایراني مهاجرو ته په فارسي ژبه ترجمه کولې.» د انجیل کتاب د کلاسونو پر مهال دوه تنه نورو ایرانیانوهم گډون درلود.

د فرانکفورته الگماین خبریال لیکلي دي چې دغه دوه تنه ایرانیانو په دې دلیل ورته له نوم ښکاره کولو څخه ډډه کړی چې کورنۍ ته یې کوم خطر پيښ نه شي.

دغه دری واړه مهاجر د خپل دین بدلولو دلیل په ایران کې د دیني چارو اجباري بڼه ښیي.

یو له دوی څخه وایې: «ما په ایران کې الکهولي مشروبات څښل، له دې امله کیدای شوای زه بندي شوی وای.»

یو بل عیسوي شوې مهاجر وایې: «زموږ په پخواني دین کې هر څه د درواغو پر بنسټ وو.»

نوموړی کډوال ټینگار کوي چې د دوی له پاره د بیرته گرځیدو لاره نشته: د اسلام له دین څخه وتل ارتداد گڼل کیږي، او له الله سره د جگړی او په ځمکه کې د فساد په دلیل کیدای شي دوی په خپل هیواد کې د اعدام له برخلیک سره مخامخ کړي.

که څه هم ویل کیږي چې ډیرې دغه عیسوي مهاجر د هغو له جملې څخه امیر، آلمان ته تر ننوتلو مخې خپل دین بدل کړی دی او دغه هیواد په ایران کې له عیسوي مسلک درلودونکو سره په ارتباط کې وو، خو یو شمیر دولتي بنسټونه بیا وایې چې د دوی د عیسوي کیدو انگیزه په آلمان کې د پناهندگې ترلاسه کول دي.

خو اسون اینگل وایې چې د کلیسا له ملاتړ څخه برخمن د ایراني مهاجرو عیسوي کیدل د دوی د پناغوښتنې منل کیدو چانس په ډیریدو کې کوم تاثیر نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب