1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په داووس کي نړيواله اقتصادي غونډه پای ته ورسېده

۱۳۸۸ بهمن ۱۱, یکشنبه

ددې غونډي مهمه خبره دا ول چي دوی په ګده سره ويلي چي پر نړۍ باندي بايد يوار بيا فکر وسي...

https://p.dw.com/p/Lo01
د داووس د اقتصادي غونډي سمبول
د داووس د اقتصادي غونډي سمبولانځور: AP Graphics

اصلا خو د داوو س غونډه دټولونورو پخوانيو غونډو په شان وه. دسويس په غرنۍ سيمي کي دي اقتصادي غونډي ډير حکومتي او دولتي مشران او ډير ستر منجران او د تصديو مديران ځانته راجلب کړي وو.دوي په بي شميره کنفرانسونو، او مجلسونو کي له يو بل سره په مهمو مسليلو خبري کړي، او په بيلو بيلو پارتي ګانو او ميلمستياووکي يی له يو بل سره تماسونه نيولي اومعاملو ته يي لاري خلاصي کړيدي .

همدغه ډول دوي يو دپاملرني او مهم شعارهم دي غونډي ته ميندلي وو،ځکه چي په یوي نړيوالي اقتصادي غونډه کي بايد همداسي وي .هغه داچي په نړۍ باندي بايد يوځل بيا فکروشي، دهغي په جوړښت کي بدلون راوستل شي، او نوښتونه پکي راوړل شي .دجرګي بنسټ ايښودونکي کلوس شواب دجرګي ۲۵۰۰ ګډون کونکوته چي له تولي نړۍ څخه يي پدي جرګي کي برخه پکي اخيستي وه دهغو دثبت په وسايلوکي همدا خبري کړيدي.

خو سره له هغه هم دنړيوال مالي اواقتصادي بحران څخه وروسته د دويم کال جرګي دنورو کلونو له جرګو سره توپير درلوده هغه داچي په ۲۰۱۰کال کي د۲۰۰۹ کال په پرتله زيادتره بانک لرونکي ، دسترو مالي صندقونو لوي مديران، او دخطرو نه ډکو پانګو اچونکوبرخه اخيستي وه .دوي په ظاهر کي په احتياط ، اوتقريبا په تواضع سره دسترو اوګرانو هوټلونو د دروازو ترشا دجمهورريیس بارک اوباما له سمښتونوسره دمبارزي لپاره ملګري لټول .دوي ددولت له هدايت سره سم دخپلومشتريانوسره دمعاملاتو، اود پانګي اچونکوسره د بانکي معاملوترمنځ دبيل والي دراوستو په وړاندي له ځانه دفاع کوي.

خوپه سياست کي لدي امله کوم بدلون رانغي .دامريکا دجمهورريس په غياب کي دفرانسي جمهوررييس نيکولاسرکوزي داخلاقو دمبلغ نقش په غاړه واخيسته .ده له ډيرو ښکاره الفاظو سره دمالي صنايعو په کړو وړو باندي بدوويل .اودهغو اعمال يی په ښکاره ډول رد کړل چي داهم د داووس په اقتصادي جرګي کي دتيرکال په پرتله نوي وو.

همدغه ډول دنړيوالي اقتصادي جرګي لپاره نوي داووچي په اصطلاح دصنعتي کيدو په درشل کي د ولاړ هيوادونوخبرو ته په داوس کي زيادتره غوږ ونيول شو،او ددوي نفوذ ډير زيات شو.دغه هيوادونه ددي بحران ګټونکي دي .

پدي جرګه کي المانيانو کمکي نقش درلوده ځکه چي دبهرنيو چارو وزير اودلمړي وزارت مرستيال ګيدو وسترويلي.په غونډه کي ګډون ونکړ.خو دابه له هغهنه پخوا کلونوکي هم پيښ شويوو.

Vollmar, Marco/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل