1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په درزاب ولسوالۍ کې له درو اړخونو جګړه روانه ده

۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د جوزجان ولایت به درزاب ولسوالۍ کې له درو اړخونو جګړه روانه ده. ویل شوي دي چې داعش، طالبان او افغان حکومت غواړي دغه ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/2f5sa
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د داعش ډلې شکمنو غړو د دوشنبې په ورځ پر درزاب ولسوالۍ باندي پراخ برید پيل کړ. د جوزجان ولایت ویاند محمد رضا، ویلي دي چې له امنیتي ځواکونو سره جګړې د سه شنبې تر ماښامه پوري دوام وکړ. په دې وخت کې طالبانو پر داعش باندې برید پیل کړ.

تر دې وروسته بیا افغان امنیتي ځواکونو له دواړو اړخونو سره جګړه پیل کړه او په دې ترتیب سره افغان حکومت، طالبان او د داعش ډلې احتمالي غړي یو له بل سره په جګړه بوخت شول.

اوس روښانه نه ده چې په جګړه کې کوم اړخ پر مختګ کړی دی. خو رضا ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د داعش جنګیالي د درزاب ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا تمبولي دي. زیاته شوې ده چې په نښتو کې لس امنیتي ځواکونه او ۳۰ د داعش شکمن غړي وژل شوي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي عالمه صدف، ویلي دي چې د ولسوالۍ مرکز تر ډیره بریده پورې د داعش له خوا کنترولیږي. خو طالبانو بیا د سه شنبې په ماښام ادعا وکړه چې د درزاب ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی. داعش بیا ادعا کړې چې د پولیسو اووه پوستې یې نیولې او اته سرتیرې یې هم وژلي دي.

لا تر اوسه پورې دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې ایا په درزاب ولسوالۍ کې په رښتیا هم د داعش ډلې جنګیالي شته او که نه؟ خو اوسیدونکي او ځيني کارپوهان وایي چې د ترهګرو ډلو پخواني غړي اوس د داعش په نوم په دې سیمه کې جګړه کوي.