1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درو ورځو کي د پناه غوښتونکو دریمه کښتۍ ډوبه سوه

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۸, شنبه

اېټاليې ويلي چي د جمعې په ورځ يې د مهاجرو ۴۵ مړي له اوبو را وايستل. د چارواکو په وينا د کب نېونې په ډوبه سوې کښتۍ کي تر ۳۰۰ زیات پناه غوښتونکي سپاره ول.

https://p.dw.com/p/1IwGm
انځور: Reuters/Marina Militare

د مديترانې په سمندر کي يو ځل بيا د مهاجرو د کښتۍ د ډوبېدو له کبله په لسهاؤ مهاجر ډوب سوي دي. د اېټاليې سرحدي سمندري ځواک ويلي چي د جمعې (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۸مه نېټه) په ماښام يې د ډوب سوو مهاجرو ۴۵ مړي له اوبو راوايستل. ويل سوي چي د نورو قربانيانو د جسدونو تلاښ ادامه لري. د حادثې د ځای څخه ۱۳۵ پناه غوښتونکو ته نجات ورکول سوی او هغوی ژغورل سوي دي.

چارواکو ويلي چي تر ۳۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي په يوه زړه د کب نېونې په کښتۍ کي کښېنول سوي ول. ويل سوي دغه کښتۍ چي ورباندي تر اندازې زيات انسانان سپاره ول د ليبيا و ساحل ته نژدې د حادثې سره مخامخ سوه.

د حادثې وروسته د اېټاليې سمندري ځواک د حادثې د ځای سره پر نژدې کښتيو ږغ کړی ؤ چي تقريبا ۳۵۰ انسانانو سره مرسته وکړي. په تيرو درو ورځو کي دا دريمه جدي حادثه ده چي پکښي د مهاجرو کښتۍ ډوبيږي. د چهارشنبې په ورځ هم له مهاجرو ډک د کب نېونې يوه کښتۍ په اوبو کي اوښتې وه. له دغې حادثې څخه ۵۶۰ انسانان وژغورل سول. ژغورل سوو کسانو وويل چي د اوښتي کښتۍ په نس کي ۱۰۰ نور مهاجر بند پاته ول او ډوب سوي دي. د پنجشنبې په ورځ د ليبيا و ساحل ته نژدې يوه بله کښتۍ ډوبه سوه چي پکښي ۳۰ انسانان ووژل سول.

د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR وياندي شارلوت سامي ويلي: «په درو ورځو کي د درو کښتيو حادثې ډېري اندېښمنونکي دي.» هغې زياته کړې چي مخ په زياتېدو توګه د داسو کب نېونې له کښتيو څخه کار اخيستل کيږي چي ډيري زړې وي. د کډوالو له پاره د نړيوال سازمان IOM يو وياند فلاويو ګياکومو ويلي دي چي دمګړی و اېټاليې ته هر ورځ په دومره جګ شمېر مهاجر رسيږي، لکه تېر کال چي د یونان ټاپوګانو ته رسېدل.

د موسم د ښه والي له کبله دمګړی زيات شمېر پناه غوښتونکي له شمالي افريقا څخه د مديترانې له لاري و اروپا ته د سفر کوښښ کوي. د دوشنبې د ورځي راهيسي د ليبيا په ساحل کي تر ۱۲۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي ژغورل سوي دي. د جمعې په ورځ ۱۵ نورو کښتيو هم په بېړني حالت کي د مرستې غوښتنه کړې وه. د UNHCR په حواله د روان مېلادي کال له پېل څخه تقريبا ۳۸۰۰۰ پناه غوښتونکي اېټاليې ته رسېدلي دي.

تېر کال په لسهاؤ زره پناه غوښتونکي له ترکيې څخه و يوناني ټاپوګانو ته رسېدلي ول. د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون وروسته په دغه شمېر کي کموالی راغلی. د دغه تړون له مخي ترکيه هغه مهاجر چي له ترکيې څخه و يوناني ټاپوګانو ته ورغلي وي، بېرته اخلي. په بدل کي يې بيا په همدومره شمېر پناه غوښتونکي له اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له خوا له ترکيې څخه منل کيږي.

د بالقان هيوادونو له لوري د مهاجرو پر مخ د پولو د تړلو وروسته اوس ګڼ شمېر مهاجر هڅه کوي چي له ليبيا څخه د مديترانې پر لار اروپا ته ځان ورسوي چي دغه ډېره خطرناکه لاره ده.