1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درېسدن کې د امنيت په سر د وزيرانو غونډه

۱۳۸۵ دی ۲۵, دوشنبه

د آلمان د دننه د چارو د وزير ولفگنگ شويبله د پاره د امنيت موضوع لومړيتوب لري. «ځکه په تېره بيا د پوليسو د همکارۍ او د خطرونو څخه د مخنيوي په برخه کې له پولو څخه دباندې هم گډ کار ته اړتيا ده. په يوې پې پولو اروپا کې د اطلاعاتو د ورکړې درکړې د لارې امنيت ټينگېدای شي.»

https://p.dw.com/p/DKKD
د آلمان درېسدن ښار
د آلمان درېسدن ښارانځور: AP

په دې خاطر دې د اوو هېوادونو لخوا لاسليک شوی د پروم تړون نورو اروپايي هېوادونو ته وغځول شي. په نوموړي تړون کې داسې شيان راغلي دي لکه د موټرو د چلونکو په اړه معلومات، د گوتو نښې او د وگړو د دي اين ای ژينيتيک معلومات. په وارساو کې مېشته سرحدي اداره فرونتېکس دې تقويه شي او همداراز د اروپا گډ پوليسي ځواک يوروپول.

د آلمان دننه د چارو وزير په تېره بيا د غير قانوني کډوالو په برخه کې اندېښنه ښکاره کړه. د اروپايي اتحاديې د قضايي چارو کميسار فرانکو فراتيني د اروپا جنوبي سواحلو ته اشاره وکړه او له گڼ شمېر نورو کډوالو څخه يې اخطار ورکړ. په درېسدن کې يې ټولو اروپايي هېوادونو باندې غږ وکړ چې تر اپريله پورې دې دوی هليکوپترې، بېړۍ او نور تخنيکي وسايل چمتو کړي تر څو د مدريترانې سمندر څارنه وشي.
د قضايي چارو په برخه کې مېرمن څېپريس پر حقوقي اړخ باندې ټينگار کوي:

»له يوې خوا بايد د محاکمو معيارونه وټاکو، تر څو د اروپايي اتحاديې هر وگړی د يوې قضا په اړه معلومات تر لاسه کړي، او ژباړن او وکيل ورکړل شي. موږ غواړو د ملکي حقوقو په برخه کې د قضا په برخه کې سمښتونه راولو.«

د حقوقو په برخه کې د وزيرانو دندې پرته له دې هم د بهرنيانو په وړاندې د تعصبونو د له منځه وړلو په برخه کې او د کمپيوتري لوبو په ساحه کې ليدل کېږي چې تاوتريخوالي او زور زياتي ته لمن وهي. په دې اړه د آلمان دننه د چارو وزير شويبله وايي:
«گورئ، زموږ بروگرام ډېر او هر اړخيز دی. موږ سره له دې هڅه کوو چې د کوربنو په توگه خپلو مېلمنو ته د اروپا د دې برخې او د دې ښار ښکلا هم وښيو.«