1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دغو پيسو سره به ۲۰۰۰ مکتبونه جوړ، يا بيرته ترميم سي

۱۳۸۶ اسفند ۲۹, چهارشنبه

جرمني د افغانستان د تعليمي سيسټم د بيا جوړولو په خاطر د لسو ملیونو ايرو نوره مرسته کوي.. .

https://p.dw.com/p/DTte
دکوچنيانو حالت
دکوچنيانو حالتانځور: medica mondiale

د KfW په نامه پرمختيايي بانک او د ښووني او روزني وزير محمد حنيف اتمر تر منځ د چارشنبې په ورځ په فرانکفورت کښي په دغه هکله يو قرارداد امضآ سو .

دغه پيسې به ددې سره کومک وکي ،چه د ۶۵۰۰۰۰ کوچنيانو دپاره ۲۰۰۰ مکتبونه يا نوي جوړ ، او يا بيرته ترميم سي ، او همدارنګه به د معلمانو د سويې د لوړولو دپاره پکار ولويږي . لکه ځنګه چه بانک خبر ورکۍ ، دغه پرمختيايي بانک د جرمني په نمايندګي د ۲۰۰۱ عيسوي کال راهيسي دافغانستان په شمال شرق کښي تعليمي پروژې پر مخ بيايي، او تر اوسه پوري يې په دغه لار کښي ۲۷ مليونه ايرو په مصرف رسولي دي .