1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق کي دوو چاودنو ۳۵ انسانان وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16roj

د سوريې په پلازمېنه دمشق کي د دوو چاودنو له کبله۳۵ انسانان وژل سوي دي. د فعالينو د وينا پر اساس دغه بمونه په دوو موټرو کي پټ کړل سوي ول. د سنا خبري آژانس د راپور پر اساس چاودني د دمشق په جرامانه برخه کي د چهارشنبې په سهار وسوې. په لندن کي له سوريې سره تړاو درلودونکي د بشري حقونو ټولني ويلي دي چي په دغه بريد کي ۳۵ انسانان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي. جرامانه د دمشق په ختيځ کي پرته يوه سيمه ده چي پکښې اکثريت اوسېدونکي يې مسيحيان او د دُروز فرقې خلک دي.