1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق کي يوه بريد ۹ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/17DnO

د سوريې په پایتخت دمشق کي په یوه بمي چاودنه کي ۹ تنه انسانان وژل سوي دي. د سوريې اپوزیسيون په لندن کي خبر ورکړی دی، چي دغه برید د دمشق د بارسه پر ناحیه تر سره سوی دی. هلته ډیر علویان ژوندکوي، په کومي فرقې پوري چي پخپله جمهوررئيس بشارالاسد هم تړلی دی. دولتي خبري آژانس صنعا دغه برید یو ترهګر برید بللی دی. د ملګرو ملتونو د نوو معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۱ کال د مارچ له مياشتي راهیسي د اسد پر ضد د مقامت له پېل څخه تر اوسه پوري تر۶۰۰۰۰ ډير انسانان وژل سوي او تر۵۰۰۰۰۰ ډير له هيواده تښتېدلي دي.