1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دمشق کې سخته جگړه روانه ده

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه

د بشري حقونو د فعالانو په حواله په دمشق کې سخته جګړه روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې نن کوفي عنان روسیې ته او بان کي مون چین ته سفر کوي چې د دې هیوادونو له چارواکو سره د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/15YDx
انځور: AP

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې په لندن کې میشته ده وایي چې د سوریې پوځ د دمشق پر هغو سیمو باندې هاوانونه توغولي دي چې پکښې د سوریې ازادو ځواکونو سنګر نیولی دﺉ. د سوریې ازاد ځواکونه د دغه هیواد له پوځ څخه له تښتیدلو سرتیرو څخه جوړ شوی دﺉ.

په یو شمیر سیمو کې نښتې ډیرې شدیرې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې په حواله دا په سوریه کې د تاوتریخوالي له پیل راهیسي تر ټولو سخته نښته ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر رمي عبدالرحمان وویل: «امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دغو سیمو کنترول بیرته تر لاسه کړي خو هغوی لا تر اوسه پورې په دې کار نه دي توانیدلي.»

د سوریې د ملي شورا یوه ویاند د دغه هیواد رژیم په دې تورن کړی دﺉ چې دمشق ئې د جگړې په ډگر بدل کړی دئ.

د وژل شوو کسانو شمیره لوړه شوې ده

د بشار الاسد حکومت د یکشنبې په ورځ د تریمسه په عام وژنه کې لاس لرل په کلکه رد کړل. د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل چې د دې برید هدف ملکي وگړي نه ول او په سیمه کې د یاغیانو او دولتي پوځيانو ترمنځ جگړه روانه وه. هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۱۵۰ تنه نه بلکې یوازې ۳۷ تنه یاغیان او دوه تنه ملکي وگړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې خبر ورکړی دئ چې د یکشنبې په ورځ د ۴۸ ملکي وگړو، ۱۶ یاغیانو او ۴۱ دولتي ځواکونو په گډون ۱۵۰ تنه وژل شوي دي. د دې ادارې په حواله په سوریه کې د ۱۷ میاشتني تاوتریخوالي په پایله کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د دوشنبې په ورځ چین ته سفر کوي چې د دې هیواد له چارواکو سره د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې اترې وکړي. په همدې حال کې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړی استازی کوفي عنان، هم د دوشنبې په ورځ روسیې ته ورځي. روسیه او چین تر اوسه پورې د سوریې د رژیم ملاتړ کوي او د سوریې په هکله ئې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د اعلامیو مخه نیولې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض