1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوا لړل شوې پشه خانې فايده لري يا نقص ؟

۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

پشه خانې د ملاريا د ناروغۍ په مخنيوي کې ډېرې ګټورې دي. خو د يوې نوې څېړنې له مخې کېدای شي همدغه ډول پشه خانې د ماشو د لا زياتېدو او خطرناک کېدو باعث وګرځي.

https://p.dw.com/p/12Luo
څېړنه د افريقا په سنېګال هېواد کې تر سره شوه
څېړنه د افريقا په سنېګال هېواد کې تر سره شوهانځور: Ralph Ahrens

په دې وروستيو کالونو کې داسې پشه خانې هم ډېر استعمال لري چې په دوا لړل شوې وي. د حشراتو په وړاندې په دوا لړل شوې پشه خانې د يوې علمي څېړنې په اساس ښايي، د فايدې پر ځای لا زيات نقص ولري.

د سنېګال هېواد د پرمختيايي چارو د څېړنو د انستيتوت لخوا يوه اوږدمهاله څېړنه دا ښېي چې د وخت په تېرېدو سره ماشي د دوا په وړاندې معافيت تر لاسه کوي. له بلې خوا د ملاريا لرونکو هېوادونو اوسېدونکي پخپله، چې د کالونو په اوږدو کې يې د ناروغۍ د عامل په مقابل کې بدني مقاومت تر لاسه کړی، دغه معافيت د لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د ماشو عمومي تعداد کم شوی وي. خو کله چې د دوا په وړاندې مقاوم ماشي زيات شي، نو خلک ورته تسليم وي او په وړاندې يې بدني معافيت نه لري.

په دغو سيمو کې ملاريا ډېره ده
په دغو سيمو کې ملاريا ډېره ده

«دغه پېښې د اندېښنې وړ دي.» دا څرګندونې ښاغلي ژن فرانسوا تراپ وکړې چې يو تن څېړونکی دی. محققينو د سنېګال په زړه کې تقريبا ۵۰۰ تنه کليوال معاينه کړل او همداراز يې د ملاريا د لېږدونکو ماشو د تعداد په اړه تحقيقات وکړل. هغوی خپلې څېړنې شروع کړې په داسې حال کې چې پوره درې کاله پخوا په دوا لړل شوې پشه خانې په خلکو باندې ووېشل شوې. د دوو کالونو په ترڅ کې د ملاريا ناروغي ډېر ژر کمه شوه او د پخوا په پرتله د ناروغۍ کچه ۹۰ سلنه راټيټه شوه.

 

د ملاريا ناروغي د ماشو لخوا لېږدول کيږي
د ملاريا ناروغي د ماشو لخوا لېږدول کيږيانځور: action medeor/Birgit Betzelt

خو هغه ماشي چې آنوفېلس ګامبيای نوميږي او د دوا په وړاندې مقاومت لري، پنځه چنده زيات شول. له دې امله د ملاريا ناروغي بېرته همغې پخوانۍ کچې ته ورسېده. د نړۍ د روغتيا سازمان په وينا په ۲۰۰۹ م کال کې ۷۸۱ زره انسانان د ملاريا د ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

ليکونکی: نسيم صابر

کتونکی: سيد رياض