1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوبئ کې به له الوتکې څخه تیز ریل جوړ شي

۱۳۹۵ آبان ۲۲, شنبه

په راتلونکي کې به له دوبئ څخه تر ابوظهبي پورې لاره یوازې په ۱۲ دقیقو کې ووهل شي. د دوبئ حکومت له امریکایې کمپنۍ «هائپر لوپ ون» سره په دې اړه یو تړون لاسلیک کړی دی.

https://p.dw.com/p/2Sb4O
Vereinigte Arabische Emirate - Hyperloop Transportsystem, Rob Lloyd
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Gambrell

د لومړي ځل له پاره په نړیواله کچه د حمل و نقل په برخه کې تر ټولو چټک ریل معرفي کیږي. څو کاله مخکې د «هائپر لوپ» د ترانسپورتي سیستم پلان معرفي کړای شوی وو، چې له مخې یې دغه ریل په یوه ساعت کې ۱۱۲۵ کیلومتره واټن وهي.

د دې موخې له پاره د صوت یا غږ له سرعت څخه تیز د فشار لولې یا تونلونه جوړیږي. د دوبئ حکومت د دغې پروژې اعلان د نوامبر میاشتې په ۸ نیټه د نړۍ تر ټولو لوړې ودانې «برج الخلیفه» کې وکړ.

د «هائپر لوپ ون» کمپنۍ چې د امریکا په لاس انجلیس ایالت کې موقعیت لري مشر له ژورنالستانو سره په خبرو کې وویل: «نن موږ د مشارکت د یوه تاریخي تړون د لاسلیک کولو له پاره په دوبئ کې له خپلو شریکانو (د سړکونو او ترانسپورت ادارې) سره یو.»د سائنسي محفل

نوموړۍ امریکایې کمپنۍ د روان کال په پیل کې خپله لومړنۍ تجربه په یوه امریکایې صحرا کړي وه، په هغه وخت کې دا خبرې د سائنسي محفل له یوې افسانې څخه کم نه معلومیدلې.

د نوموړي پروژۍ د پلانونکو په حواله د دغې پروژۍ په عملي کیدو سره به له دوبئ څخه تر ابوظهبئ پورې واټن یوازې په ۱۲ دقیقو کې ووهل شي. که یو موټر په یو ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره سرعت ولري، نو د دغې فاصلې د طې کولو له پاره به تر دوو ساعتونو ډیر وخت ته اړتیا ولري.

د رسنیو د رپوټونو په حواله تر اوسه پورې د دغې پروژۍ د عملي کولو له پاره پر مالي لګښت پریکړه نه ده شوې. همدارنګه ټاکل شوی ده چې د دغې ټکنالوژۍ په هکله به نورې تجربې هم ترسره شي.۶۰۰ کلومتره فاصله په ۳۵ دقيقو کي

ویل شوي دي چې د دوبئ او ابوظهبۍ تر منځ به یو شمیر نور تمځایونه هم جوړ شي، چیرې چې به دغه ریل تم کیږي.

همدارنګه د دوبئ د بندرونو چارو تنظیمونکي دولتي کمپنۍ «ډي.پي. ورلډ» هم د «هائپر لوپ ون» کمپنۍ سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې په دوبئ کې د جبل علي بندر په صنعتي سیمه کې د دغې ټکنالوژۍ د استعمال په هکله ارزونه ترسره شي.

درې کاله مخکې دغه پروژه په امریکا کې د ایلون مسک، له خوا وړاندې شوې وه. ایلون مسک، د برقي موټر جوړونې ادرې ټیسلا موټرز، او د فضایې څیړنې خصوصي شرکت «اسپيس ایکس» مشر دی. د دغې پروژۍ په اړه د توضیحاتو په ترڅ کې هغه ادعا کړی ده چې د لاس اینجلس او سان فرانسسکو تر منځ نږدې ۶۰۰ کیلومتره فاصله به یوازې په ۳۵ دقیقو کې ووهل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.01.2016):
 

Hyperloop Transportsystem Projekt von SpaceX & Elon Musk
انځور: picture-alliance/SpaceX via AP/P. Larson
USA Test Hyperloop One propulsion system
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Locher