په دوبی کې بيا هسکي ودانۍ اور اخیستی
۱۳۹۶ مرداد ۱۳, جمعهد جمعې په ورځ سهار وختې د دوبی په «تورچ تاور» نومي ودانۍ کې اور ولګید او د ودانۍ له بغل څخه لمبې پورته شوې. تر دې وروسته سیمې ته د اور وژنې ادارې کارکوونکي ورسیدل او ودانۍ یې خالي کړه.
چارواکو ویلي دي چې دغه ۳۵۲ متره لوړه ودانۍ یې له اوسیدونکو خالي کړې او تراوسه پوري په دې پېښه کې د ژوبلیدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د دوبۍ د دولتي ادارو د رسنیو څانګې پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي: «په تورچ تاور کې اور اوس تر کنترول لاندي دی او اوس د ودانۍ د سړولو چاري روانې دي.»
د دوبۍ د پولیسو یوه چارواکي ځايي رسنیو ته ویلي دي چې اور د ودانۍ له نهم منزله د سهار د یوې بجې په شاوخوا کې پیل شو. په ټولنیزو رسنیو کې د پیښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې اور د ودانۍ په یوه بغل کې پیاوړی دی.
تورچ ټاور تر دې مخکې په ۲۰۱۵م کال کې هم اور اخیستی وو. هغه وخت هم د اور لګیدنې په پیښه کې څوک نه ول ژوبل شوي.
دغه ودانۍ چې په ۲۰۱۱م کال کې جوړه سوې ۳۵۲ متره لوړوالی ۶۷۰ آپارتمانه لري او د نړۍ يوه له ډېرو هسکو ودانيو څخه ده.
زموږ له ارشيف څخه: