1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوشنبه کي د افغانستان په اړه د اقتصادي همکاریو غونډه

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د تاجکستان، افغانستان او ايران ولسمشرانو په يوه درې اړخيزه غونډه کي د يکشنبې په ماخوستن په دوشنبه کي پر اقتصادي همکاريو بحث وکړ.

https://p.dw.com/p/14S4F
انځور: Reuters

د امام علي رحمان، حامد کرزي او محمود احمدي نژاد د درې اړخيزي غونډي بله موضوع په افغانستان کي سوله او ثبات وه.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼي د مطبوعاتو له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د درو سرو هيوادونو ولسمشرانو تر خپل منځ د اورگاډي د پټلۍ د غځولو او انرژۍ(نفتو، گاز،برق) په برخه کي یوه وينا لاسلیک کړې ده.

له قرغزستان څخه ايران ته د اورگاډي د پټلۍ د غځولو پر پروژه باندي د ۲۰۱۰ ميلادي کال د جولای د مياشتي راهيسي خبري رواني دي خو تر اوسه پوري د حل کومه لاره نه ده ورته پيدا سوې.

د اورگاډي دغه پټلۍ چي د قرغزستان هيواد له کاشغر تمځای څخه پيليږي د تاجکستان په قلمرو کي تيريږي او د افغانستان هرات ښار ته غځول کيږي، ۱۹۷۲ کيلو متره اوږدوالی لري.

ددې پټلۍ ۳۹۲ کيلومتره په تاجکستان، ۴۷۵ کيلومتره په قرغزستان او ۱۱۰۵ کيلومتره په افغانستان کي تيریږي. ددې پروژې د مالي لگښت او پکښي د پانگي اچوني حجم تر اوسه پوري نه دئ معلوم.

د تاجکستان، افغانستان او ايران ولسمشرانو په گډه وينا کي راغلي دي چي درې سره هيوادونه د ورورگلوۍ پر اړيکو ټينگار کوي.

په وينا پاڼه کي راغلي دي چي درې سره هيوادونه بايد هغي پروژې ته ژر امکانات برابر کړي، چي له ايران څخه د افغانستان له لاري تاجکستان ته د اورگاډي پټلۍ وغځول سي او دغه راز له ايرن څخه افغانستان او تاجکستان ته نفتي مواد او گاز ورسول سي.

په دغه شپه دغه راز د ولسمشرانو په کچه څلور اړخيزه غونډه هم جوړه سوه چي په هغې کي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري برخه واخيستله. ددې غونډي اصلي موضوع له تروريز سره پر مبارزه باندي را څرخېدله.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ددغو څلور هيوادونو پرمختگ ته په اشاره سره ويلي دي چي په تاجکستان کي د برېښنا نوي فابريکې به سيمي ته په ارزانه بيه بريښنا وړاندي کړي.

په پام کي ده چي نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي د افغانستان په اړه د اقتصادي همکاریو سيمه ييز پنځم کنفرانس د دوو ورځو له پاره پيل سي.

په دې کنفرانس کي به د تاجکستان، افغانستان، پاکستان او ايران پر ولسمشرانو سربيره د جنوبي او مرکزي اسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بليک او په اروپاکي د امنيت او همکاريو د سازمان مشرلامبرتو زانيي هم گډون ولري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض