په دوهمه ټلويزيوني مقابله کې اوباما لانور هم مخکی شو
۱۳۸۷ مهر ۱۷, چهارشنبههغه موضوعګانې چې دوی دواړو بيګا ماښام د تينيسی د ناشويلی د بيلمونت په پوهنتون کې پرې خبرې وکړې په پراخه توګه په اقتصادی بحران، انرژۍ او بهرني سياست څرخيدې.
اوباما وويل چې د اقتصادی بحران د حلولو په خاطرد 700 ملياردو ډالرو مرسته يواځې لومړنی ګام دی.
متوسط بانکونه د ژغورنې پروګرام ته اړتيا لری. او دا د منځنیو بانکونو لپاره د ماليې د راټيټيدو او د کورونو د خاوندانو لپاره د مرستې مانا لری، څو دوی په خپلو کورونو کې پاتې شي، دا د دې مانا لرې چې موږ د حکومت او دولت سره مرسته کوو چې سړکونه او پلونه جوړ کړی، څو خلک کار ولرې او په اوږد مهاله توګه د روغتيا سيستم او د انرژﺉ رسونه جوړ کړو، څه شی چې کورنۍ هره مياشت ځوروی.
جان ميک کين د کورونو خاوندانو ته د مرستې غوښتنه وکړه. ده وړانديز وکړ چې دولت دې د کور له هغو خاوندانو څخه چې د کور اقساط نه شی ورکولای غير منقولې شتمنی وپیری او په ټيټ سود يی بدلې کړی. د ولسمشری دواړه کانديدان په اکثرو نورو برخو کې مخالف نظرونه درلودل. په داسې حال کې چې بارک اوباما د شتمنو د ماليې لوړول غواړی، جان ميک کين وايي:
«پريږدی چې موږ ماليه لوړه نه کړه. په روښانه ډول: زه د بډايانو د ماليې د ټيټيده پلوی نه يم. زه د دې پلوﺉ يم چې ماليه همداسې چې ده، پريښودل شی.»
پداسې حال کې چې اوباما د روغتيا دولتی بيمه د خلکو حق ونوموله، ميک کين ويل چې امريکاييان خپله د دې مسؤليت لری.
په بهرنی سياست کې جان ميک کين له خپلې تجربې څخه کار واخيست. ده وويل ، چې د امريکې متحد ايالتونه کولای شی پريکړه وکړی چې څه وخت يې پوځ بريالی مأموريت وکړی او څه وخت نه.
« اوزه باور لرم چې زما تجربې په لبنان کې د بحری پوځ پرضد زما مقاومت او په کوزووا او بوزنيا کې د مأموريت نه زما ملاتړ او د خليج د لومړی جګړې نه زما تجربې زما لپاره کفايت کوی. سناتور اوباما په عراق کې د پوځ په ډيرولو يا زياتوالی کې غلط و، دﺉ د روسيې په هکله د ګرجستان د جګړې په اړه غلط و، او د خپلې دندې په لنډه موده کې يي د امنيتی سياست غوښتنې نه دی درک کړی. موږ د دې لپاره وخت نه لرو چې څوک هغه وخت زده کړی چې په څوکی کينی.»
د سی ان ان د تلويزيونی شبکې په ټولپوښتنه کې اوباما په سلو کې 54 مخکې دی.
وروستی او دريمه تلويزيونی مقابله به د اکتوبر په 15 نيټه په نيويارک کې وشی، چې د کورني سياست او اقتصاد په هکله به پوښتنو ته ځوابونه پکې ورکړل شی.