1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راتلونکو۱۰ کلونو کې به د کډوالو او بې ځایه شوو خلکو شمیر زیات شي

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/156DS

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ چې د هیواد دننه او یا هم نورو هیوادونو ته د کډه کیدونکو کډوالو شمیر به په راتلونکو لسو کلونو کې نور هم لوړ شي. د جگړو او شخړو څخه نیولی، اقلیمي بدلونونه، د نفوس زیاتوالی او د خوراکي توکو کمښت هغه لاملونه دي چې د دغه زیاتوالي باعث کیږي.

دغه بیانیه چې د ۲۰۰۶م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې د «نړۍ د مهاجرینو وضیعت» تر څیړنې لاندې نیسي وایي چې یوه عمده بدلون په هیوادونو کې دننه د بې ځایه شوو کسانو په شمیر کې ډیر والی دئ. چې په دې توگه شاوخوا ۲۶ میلیونه انسانان په خپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله توگه د هغو کډوالو شمیر چې نورو هیوادونو ته کډه شوي دي د ۱۵ څخه تر ۱۶ میلیونه پوری دئ او د پناه غوښتونکو شمیر تر یو میلیونه پورې رسیږي. په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې په افغانستان، سومالیه، یمن او عراق کې د دننه بې ځایه شوو کډوالو سره مرستې کول ډیر لگښت غواړي او پر دې سربیره خطرناکه هم دي، ځکه چې له یو طرفه دغه مهاجرینو ته لاس رسی گران دئ او بل د جگړو او شخړو له امله خطرناکه هم دئ.