1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راوپا کي د پنا غوښتونکو کمپونه په ډير بد حالت کي دي

۱۳۸۷ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د 2005 کال راهيسي د اروپايي پارلمان غړي په ټوله اروپا کي د پناه غوښتونکو د کمپونو کتنه کوي. چي ويل کيږي اوس تر بل هروخت په دغو کمپونو کي د اوسيدو شرايط خراب دي

https://p.dw.com/p/Gnm2
په ايټاليا کي د لمپي دوزا په کمپ کي پنا غوښتونکي
په ايټاليا کي د لمپي دوزا په کمپ کي پنا غوښتونکيانځور: dpa - Fotoreport

د اروپا په پارلمان کي د جرمني د سوسيال ديموکرات دګوند وکيل کرايسل د ورفلر د ايټاليا د دلمپي دوزادکمپ په شمول د ډيرو دغه ډول کمپونو کتنه کړيده.

دی وايي.« داکمپ بيخي په مصيبت ناک حالت کي وو،ځکه چي تشنابونو يي دروازې نه درلودي، او کموډونه يي مات وو، کړکۍ يې نوي، او داسي يو ځای چي سړی هغه د انسان د ژوندانه وړ وبولي پکښي نوو.

البته د اروپايي پارلمان غړيو يوازي د ايټاليا دلمپی دوزاکمپ ندی کتلی، بلکي د يو نان دسموس نومي، او په مالتاکي هم د پناه غوښتونکو کمپونوته تللي وو.په دغو ځايونوکي هم وضعه لدي څخه بهتره نوه. د اروپا په پارلمان کي دکيڼ ګوند وکيله سلويا کوفمن وايي: دمثال په ډول پناه غوښتونکوته نه ويل کيږي چي ، دوی کوم کوم حقوق لري،او د دعوې له وکيلانوسره د دوی په تماس نيولو کي هم ستونزي جوړوي اودوي په خپلو حقونو باندي پوهيدلوته نه پريښودل کيږي. نوموږ په اروپايي ټولنه کي بل ډول سياست يعني د بشر دوستۍ سياست اومقر راتو ته اړه لرو .

البته چي دا مقررات په 2003 کال کي منځته راوړل شوي اوپه هغوکي ښکاره راغلي دي چي پناه غوښنتونکي بايد په خپلو حقونو پوه کړای شي، او دولت بايد د مشورتي ځايونو پتي او نومونه دوي ته ورکړ يا ژباړونکي ورته مقرر کړي .دوی بايد د ژوند کولو له پاره پاک ځايونه ولري،او د دوی دپناه غوښتلو دمنل کيدو او رديدو د شرايطو خصوصيتونه ورته څرګند کړای شي.

د ايټاليا د لمپي دوزا د کمپ یوه بله برخه
د ايټاليا د لمپي دوزا د کمپ یوه بله برخهانځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي پارلمان دننه د چارو جرګه ګۍ وايي: ددې مقرراتو په عملي کولو کي کمښتونه ليدل کيږي. په اروپايي ټولنه کي د فرانسي د سوسياليست ګوند رپوټ ورکونکي« مارتينه ريور» انتقاد کوي او وايي چي: د اروپايي ټولني ډيرو هيوادونه ته د مقرراتو په خلاف عمل کولولپاره لوی ميدان ورکړل شويدي . نو دنوموړي پارلمان غړې وايي چي کنترول بايد زيات او په منظمه توګه وشي، او د ټولني غړي هيوادونه بايد د پناه غوښتونکو د اوسيدو دځايونو لګښت په خپلو منځوکي سره وويشي.

د سوسيال ډيموکرات دګوند وکيل کرايزل دورفلر يو بل ټکي ته هم ګوته نيسي او وايي : موږ مجبوره يو چي د هر هيواد لپاره ټاکلي شمير په پام کي ونيسو« زما په نظر دا نشي کيداي چي هغه کسان چي د ځمکي له لاري د اروپايي ټولني خاوري ته راځي يوازي په يونان، مالتا، او ايټاليا کي ځاي ورکړل شي.» خو د مسيحي ډيموکرات د ګوند وکيل، ناسور بله عقيده لري او وايي : د شمير د زياتوالي په پام کي نيولو سره هر هيواد ته د شمير ټاکل خطرناکه او لکه د راتلو د اجازې په شان دي کله چي شميرونه برملا شي نودابه دممانعت مانا نه، بلکي دخلاصو دروازو مانا ولري .