1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روانه مياشت کي د ناټو ۴۰م عسکر ووژل سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14mmT

د افغانستان په ختيځ او سويل کي په دوو جلا جلا چاودونو کي دوه بهرني عسکر وژل سوي دي. د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو، په افغانستان کي ويلي دي چي په سويل کي د دوی يو بل عسکر د خپلو ټپونو له کبله مړ سوی دئ. ناټو په خپله خبرپاڼه کي زياته کړې ده چي د درييم عسکر مړينه د ختيځ او سويل له چاودنو او وسله والو نښتو سره تړاو نه لري. زياته سوې ده چي درې سره پيښي د شنبې په ورځ رامنځ ته سوي دي. په دې توگه سره د رواني مېلادي مياشتي په اوږدو کي په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيو عسکرو شمېر ۴۰تنو ته لوړ سو.