1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رواني ناروغيو اخته افغانان زیات سوي دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۱, شنبه

له څه وخته راهيسي له افغانستان څخه كوټي ته د هغه ناروغانو راتګ زيات سوى دى چې په اعصابي ناروغيو باندې اخته دي او شمېر يې ورځ په ورځ پسې زياتېږي.

https://p.dw.com/p/R8hL
د کوټې په شخصي رواني روغتونونو کي د افغانانو شمېر ډېر زيات دی
د کوټې په شخصي رواني روغتونونو کي د افغانانو شمېر ډېر زيات دیانځور: APImages

 په افغانستان كې د څه له پاسه دريو لسيزو جګړو په دوران كې ډېرى كسان د ناوړه ژوند تېرولو سره سره په بېلابېلو ناروغيو اخته سوي دي. كه څۀ هم تر اوسه پوري په افغانستان كي د درملني دپاره ښه او پوره زمينه نه ده برابره او ډېرى ناروغان بهرونيو ملكونو ته د درملني دپاره ځي نو دا رنګه په كوټه كي هم د اعصابي او روحي ناروغيو په متخصصو ډاكټرانو باندي د ناروغانو ډېره ګڼه ګوڼه وي. دغه ناروغان چي د افغانستان له بېلا بېلو سيمو څخه راغلي وي زیاتره يې د بلوچستان ايالت ته نزدې ولايتونو لكه كندهار، هلمند، هرات او داسې نورو سيمو خلګ وي. دوی بلوچستان ايالت مركز كوټي ته د درملنې له پاره راځي.

 د كوټي په يوه شخصي روغتون كې د اعصابي ناروغيو ډاكټرمصطفى وردګ وايي له افغانستان څخه ډىرى هغه كسان د درملنې له پاره راځي چې په اعصابي ناروغيو باندې اخته وي.

«زموږ روغتون ته كه د ورځي زر تنه راځي د درملنې له پاره نو اته يا نهه سوه به يې په اعصابي ناروغيو باندې مبتلا وي»

تېر كال نړۍ والو رسنيو هغه راپورونه خپاره كړل چې په افغانستان كې د حكومت، ناټو او د طالبانو تر منځ د جګړې په مهال داسې وسلې كارول كېږي چې هغه په اعصابو باندې ناوړه اغېزه كوي خو ډاكټر غلام مصطفى وردګ وايي چې:

 «دا كېدى سي خو تر اوسه پوري د دې پلټنه نه ده سوې»

 ډاكټر وردګ زياتوي:

 «دا نه چې په افغانستان كې د جګړې په مهال د زهريله وسلو د استعمال له وجې خلګ په اعصابي ناروغيو اخته كېږي بلكې دلته هر چا او هرې كورنۍ يو دوه كسان له لاسه وركړي دي، د دې ناروغيو لويه وجه يې همدا ده»

څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو روغتيايي ادارې په خپل يوه راپور كې ويلي وو چې په دوه زره شلم كال كې به په نړۍ كې تر ټولو زياتي دوايانې د اعصابي ناروغيو استمعالېږي ځكه چې خلګ له يو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ډاكټر غلام مصطفى وردګ وايي چي دا ناروغي تر بل هر ځاى په افغانستان او له افغانستان سره سره په كوټه او پېښور كې هم ډېره زياته ده، وجه يې بد امني ده. 

دا په داسي حال کي ده چې کارپوهانو لا له مخکي په افغانستان کي په يورانيوم او داسي زهري وسلو د کارولو په اړه خپګان ښکاره کړ چي د داسي وسلو په استعمال په نړيواله کچه بنديز لګول سوی دی. وړم کال داسي اسناد هم خپاره سوه چي له مخي يې څرګندېدله چي امريکا او ناټو پوځونو په افغانستان کي په يورانيوم ککړي وسلې کارولي، چي له امله يې د انسانانو پر روغتيا ، نويو زېږېدلو ماشومانو پر بدشکله کېدواو د حيوانانوتر څنګپر کرهڼه هم بده اغېزه کړېده.

حبيب الرحمن تاثير / کوټه

کتونکی: احمدولي اڅکزی