1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ماشومانو باندې د جنسي تیري پېښې ډیرې شوې

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۲۳, شنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په روان لمریز کال کې تر اوسه پورې پر ماشومانو د جنسي تیري ۴۰۰ پیښې ثبت شوې دي. کمیسیون همداراز ویلي دي چې اوس ۵۰ سلنه ماشومان په کارونو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1AZlW
انځور: AP

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا په یوه خپور شوي رپوت کې راغلي دي چې ۵۱ سلنه افغان ماشومان په کارونو بوخت دي. د کمیسیون په جوړ شوي رپوټ کې زیاته شوې ده چې د دغو کارگرو ماشومانو له ډلې څخه ۴۵ سلنه یې وايي چې د بې وزلۍ له کبله کار کولو ته اړ دي.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر، د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په خواشیني سره چې ډیر شمیر ماشومان اړیږي چې د خښته وهلو، غالۍ اوبدلو او پر سړکونو باندې د کار کولو په څیر شاقه دندې پر غاړه واخلي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو شمیر یې د شپې تر ناوخته پورې په کارونو بوخت وي.»

دغه رپوټ د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې له ۴۱۶۶ ماشومانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی. د رپوټ له مخې ۲۰ سلنه ماشومان له زده کړو څخه محروم دي. د هغو ماشومانو له ډلې څخه چې د رپوټ جوړولو په موخه ورسره مرکې شوې دي ۲۴ سلنه یې وايي چې هر ورځ یې سپکاوی کړي.

په عین حال کې ۱۲ سلنه ماشومانو روښانه کړې ده چې له دې کبله چې هغوی نجونې دي ورسره آن به خپل کور کې تبعیض کیږي. د رپوټ له مخې افغان ماشومان په په کور، ښوونځې او ټولنې که له جنسي، رواني او ژبني تیریو سره مخامخیږي.

پر ماشومانو باندې د جنسي تیریو ډیریدل

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي دي چې په روان لمریز کال کې تر اوسه پورې پر ماشومانو باندې د جنسي تیريو ۴۰۰ پېښې ثبتې شوې دي. د دغو چارواکو په خبره دا شمیره د تیر کال په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

کمیسیون ویلي دي چې پر ماشومانو باندې جنسي تیري ډیر د اندېښنې وړ دي. د دغه کمیسیون په حواله په ډیرو مواردو کې پر نجونو ماشومانو باندې جنسي تیري کیږي. په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې پر افغان ماشومانو باندې د جنسي تیریو دقیقه شمیر روښانه نه ده، ځکه ډیر وخت خلک د ټولنیزو لاملونو له کبله د دغو موضوعگانو د پټولو هڅې کوي.

د بشری حقونو د کمیسیون د ماشومانو د څانگې مسوول نجیب الله ببرکزي، په دې اړه وویل: «پر ماشومانو باندې د تیریو د ډیریدو یو لامل د هغو کسانو نه محاکمه کیدل دي چې جنسي تیري کوي. موږ د همدغو اندیښنو له کبله د بچه بازي په اړه ملي څیړنه په لاره اچولې ده.»

میرمن سمر هم همدې موضوع ته په اشاره کولو سره وویل چې که څه هم د جنسي تیریو یو شمیر عاملین محاکه شوي دي خو بیا هم د هغې په خبره ډیر شمیر جنسي تیري کوونکي له قانون څخه په تیښته بریالي کیږي: «ډیر شمیر هغه کسان چې جنسي تیري کوي د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته ورځي. دا د تیښتې یوازینۍ لاره نه ده بلکه په دولتي ادارو کې د فساد شتون هم د دې لامل کیږي چې جنسي تیري کوونکي محاکمه نه شي.»

د بشري حقونو کمیسیون ټینگار کړی دی چې د ماشومانو د وضعیت د ښه کیدو له پاره باید د عامه پوهاوي پروگرامونه په لاره واچول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب