1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزگان کي شل تنه له وسلو سره تښتېدلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه

د روزگان ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د خارجي ځواکونو د قرارگاه٢٠تنه ساتونکي له وسلو سره تښتېدلي دي. په لومړي سر کي داسي اوازه وه چي ۲۰ تنه پوليس تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/15eMQ
انځور: picture-alliance/dpa

په لومړي سرکي داسي راپورونه ول، چي دغه کسان محلي پوليس دي او د خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځاى طالبانو ته تسليم سوي دي.

په دې اړه له متقاعد جنرال محسن مختار سره د دویچه ویله ځانګړې مرکه دلته واورﺉ.

خو اوس د روزگان امنيتي مسئولين وايي، چي دغه کسان محلي پوليس نه، بلکي په سيمه کي د خارجي سرتيرو د قرارگاه ساتونکي دي.

د روزگان د امنيې قومندانۍ وياند فريد عايل، دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي دغه پيښه تيره شپه د ددغه ولايت د چارچينو ولسوالۍ د(حوت ناوې) په سيمه کي رامنځته سوې ده:

«دا سيمه ييز پوليس نه ول او نه هم ددولت له خوا معاش ورکول کېدى، نه يې هم زموږ سره ثبت او راجستر درلودئ.»

د چار چينو ولسوال وليداد بيا وايي، چي دغه کسان ځکه له وسله والو سره يو ځاى سوي دي، چي په سيمه کي ميشت خارجيانو به يو څو ورځي يو شمير کسانو ته ددوى د ساتني په هدف وسلې ورکړې او تر لږ وخت تيرولو وروسته به ئې له هغوى څخه وسلې واخيستې او د سيمي نور ځوانان به ئې پردغه دنده وگومارل.

د وليداد په خبره وروسته به پاته کسان د طالبانو له خوا ځورېدل. هغه وايي چي کيداى سي دغو کسانو له همدې ويري دغه کار کړی وي:

«تيره ورځ چي خارجيانو معاش ورته راوړى وو دوى ورته پورته سوي ول پرهغوى ئې ډزي هم کړي دي او تر لږ جنگ وروسته د وسله والو طالبانو سره يوځاى سوي دي.»

خو د روزگان د امنيه قومندان وياند فريد عايل، دغه خبره نه مني او زياتوي چي اوس د ټول روزگان واک افغان ځواکونو ته سپارل سوى دئ اوهيڅ امنيتي ستونزه نسته، دده په خبره که چيري امنيت نه وای نو دوى له خارجيانو څخه واک نه تسليماوه.

دا په داسي حال کي ده، چي د سه شنبې په ورځ د فراه ولايت چارواکو هم هغه خبره تائيد کړه، چي د يوه قوماندان په گډون ۱۲ تنه پوليس له وسلو سره طالبانو ته ور تسليم سوي دي.

په سيمه کي د چارو شننونکي په دې وروستيو وختو کي د وسله والو طالبانو ليکو ته د امنيتي کسانو د ور اوښتواو يا پر خارجيانو باندي د ډزو ترشا د افغان امنيتي ځواکونو ناهيلي ويني.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل