1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي د رسنيو حالت ته کتنه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

په روسېه کښي دغه اصل چي رسنۍ د څلرمي قوې او کنټرولونکي ارګان په حيث مهم رول لري او خصوصاًد قدرتمندانو او سياست مدارانو د اعمالو ناظر وي، هيڅ سابقه نلري.

https://p.dw.com/p/N9Dg
روسۍ ورځپاڼي
روسۍ ورځپاڼيانځور: DW/Yuliya Siatkova

دغه خبره په مسکو کښي د جرمني د لمړني ټلويزوني پروګرام ARD خبريال فريتڅ پلايټګن بیانوي او تايیدوي.

که څه هم د پخواني شوروي په مقايسه د روسېې په ډيرو برخو کښي نن ورځ تر يوه حده پوري آزاد رپوټونه ورکول کيدای سي ، خو بيا خصوصأد تحقيقي او تحليلي ژورناليزم په اړه په دې وروستيو کلو کښي دولتي کنټرول او سانسور ډير سوی دی .

فريتڅ پلايټګن وایی ،

«په ټلويزون کښي حالت نسبتأ ښکاره دی . د کانال يو ملي ټلويزون او ملي راډيو RTR کاملأ د کريملين تر کنټرول لاندي دي . هره جمعه په منظم ډول ، او د ضرورت پر اساس هر وخت د ټلويزون مسؤلين کريملين ته ورغوښتل کيږي ، او هلته ورته تشريح کيږي چه دوی بايد څه وکړي.

د کريملين هدايتونه بيا د ټلويزون پر کارکونکو عملي کيږي . دوی ټوله د وريښتانو د غچي کولو اصطلاح ښه پيژني . خطير او د رسک سره ملګري مطالب يوازي هغه وخت خپريږي ، چه د دولت په ګټه وي .»

بيا په مطبوعاتو کښي ډيره آزادي ليدل کيږي ، خو اخبارونه په پر مخ پر زياتيدونکي ډول سره لږ چاپيږي . مثلأ د ګورباچف د مؤسسې د خوا چاپيدونکې ورځپاڼه نووايا ګازيتا يوازي 270000 شمارې چاپيږي .

دغه اخبار هميشه د رشوت ، اختلاس ، سازمان ورکول سوو جنايتونو او د روسي چارواکو سره د هغه د ارتباط په باب مضامين خپروي.

د ايشو مسکوا په نامه بې طرفه راډيويي خپرونه هم په روسېه کښي د مطبوعاتو او رسنيو د آزادۍ د وروستي سنګر په حيث پاته ده . خصوصأ د بحراني سيمو لکه چرچينيا ، اِنګوشيا او داغستان څخه د رپوټونو ورکول تر ټولو دمخه د روسي ژورنالسټانو، لکه فريتڅ پلايټګن دپاره ډير خطرناکه دي .

دی د بې حسابه روسي ژورنالسټانو د وژل کيدو څخه خبري کوي ، چي12 يې يوازي په وروستيو درو کلو کښي ووژل سول .

« هغه څه چي ددغو جنايتونو شدت نور هم ډيروي ، دادی چه داکثرو دغو قتلونو او وژنو څخه پرده نه پورته کيږي ، لکه د انه پوليتکوو سکايا ، انستازيا بابورووا او يا د بشر د حقوقو د مدافعي ناتاليا ايستيميرووا په اړه . دغه قتلونه د روسېې دغزت او شهرت دپاره يو تور داغ دی . »

خو خطر يوازي د روسي ژورنالسټانو دپاره ندی موجود، بلکه خارجي خبريالان او ژورنالسټان هم په تکرار سره ددولتي ارګانو د خوا سازمان ورکولو سوو حملو څخه خبري کوي .

د جرمني د فوکُس د مجلې د مسکو خبريال بوريس رايټ شوستر دغه حالت بيانوي ، اووايي چي څنګه دی قدم په قدم ددولتي مامورينو دخوا تعقيبيږي ، او دده کور هم تر کنټرول لاندي، او اوريدل کيږي .

ددغه ډول سياست او رسنيو د سانسور او کنټرول په نتيجه کښي په روسېه کي هم ډير لږ خلګ د ورځپاڼو د ويلو سره علاقه لري ،چی هغه فقط 7 فيصده دي ، په داسي حال کښي چي په جرمني کي بيا 50 فيصده خلګ اخبارونه او ورځپاڼي وايي .

Scheschkewitz, Daniel/ قاسم نوري

کتونکی. زيارمل