1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي ۶۰۰ ځايه اور بل دی د هغوﺉ څخه سل يې ډير ستر دي

۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د روسيې د څنګلونو د ساتني ادارې په يوه خپره کړې خبر پاڼه کي ويلي دي چي اوس هم په هغه هيواد کي شاوخوا په ۶۰۰ ځايونو کي اور بل دی، چي ۱۵۰۰۰ انسان يې په وژلو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/Oia0
د اور وژلو د پاره ۱۵ زره انسانان فعاليت کوي
د اور وژلو د پاره ۱۵ زره انسانان فعاليت کويانځور: AP

انترفکس خبری آژانس د روسيې د څنګلونو د ساتني د ادراې په خبره ليکي چي د اور وژلو د پاره ۱۴۴۷۶ تنه، ۵۶ هوايي بېړۍ او ۲۵۹۸ تخنيکي وسايل کار کوي تر څو اور تر خپل کنترول لاندي راولي.

اداره ليکي چي دغه راز نن د مسکو په مربوطاتو کي ۱۶ ځايه اورونه کشف سوي دي چي تر ۶۰۰۰ هيکټاره ډير ځنګلونه يې سوځولي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د ځنګلونو د اوراخستني د پيل څخه بيا تر اوسه پوري د مسکو په مربوطاتو کي ۱۹۳۵ ځايه کشف سوي چي اورونه پکښي بل دي يا ول.

په روسيه کي د سختي ګرمي له کبله طبيعی اور تر اوسه پور ۲۳۱۶۷ هيکټاره ځنګلونه سوځولي دي.

د مسکو د شاوخوا سيمو اورونه اوس تر کنترول لاندي راغلي. ددې اورونو د وژلو د پاره نن د مسکو مربوطاتو ته د ايرکوتس څخه ۲۵ پراشوټي ځواکونه ور کښته سوي دي.

د روسيې د څنګلونو د ساتني اداره ټنګار کوي چي دغه ځواکونه به و کولای سي چي ددغه او نورو اورونو د پراخېدو مخه ونيسي.

ag/نجيب الله زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم