1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کې د غربي محصولاتو پر وړاندي حرکت

آزانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۶, جمعه

روسیې یو کال مخکې له لویدیځه پر ور واردیدونکو خوراکي موادو بندیز ولگاوه. نتیجه دا شوه چې بيي لوړي او کییفت کښته شي. خو دغه هيواد اوس له دې سره څه ډول چلند کوي.

https://p.dw.com/p/1GBan
انځور: DW/K. Kaminski

د مسکو په سوپر مارکیټونو کې سړی د انتخاب ډیر پراخ چانس لري، د بیلگې په توگه بادرنگ، پنیر او مستې. دغه محصولات نور له اروپا، امریکا متحدو ایالاتو، ناورې او کاناډا څخه نه، بلکې په خپله روسيه او قفقاز کې توليديږي. یوازي په لږو سوپر مارکیتونو کې د لویدیځ محصولات موندل کیږي، خو هغه هم په ډیره لوړه بیه.


د پارمیسن په نامه اروپایې پنیر د ډیر شمیر روسانو خوښیږي. په همدا نژدې وختونو کې د مسکو په یوه کوڅه کې تر لټون وروسته د تلیفون یوه شمیره وموندل شوه چې په هغې کې یوه لارښونه شوې وه چې دلته تاسي کولای شئ اصیل پنیر ترلاسه کړئ.

خلک په غوسه دي. د تیرو شپږو میاشتو په موده کې د خوراکي موادو بیې ۱۴ سلنه لوړ شوي دي. له مسکو څخه ۳۵ کلنه کسینیا وایې چې د روسیې مستحلکین غواړي ډیر انتخاب ولري. کسینیا وایې:«په روسي سوپر مارکیټونو کې د بیلگې په توگه یوازي روسي پنیر شته چې ډیر خراب کیفیت لري».

له یوې خوا د دغو خوراکي موادو کیفیت ښه نه دی او له بلې خوا بیې هم لوړي شوي دي. کسینیا زیاتوي: «دا زما له پاره یوه اقتصادي ستونزه ده، ځکه زه باید تر مارکیټ پوري په موټر کې ولاړه شم.»

بيي لوړي او کیفیت کښته

د مسکو ډیر اوسیدونکي باید د دغو موادو د رانيولو له پاره له مرکزه دباندي ووځي. دغو مارکیټونه ته تگ راتگ شاوخوا یو ساعت وخت نیسي. کسینیا هلته د سوپر مارکیټ په پرتله دوه یا دري برابره لږ پيسې ورکوي. اوس هلته د سبزیجاتو او مېوو بیه ډیره کښته ده.

کسينیا، غوښي نه خوري او له مارکیټ څخه پنیر رانیسي. هلته د قفقار پنیر ډیر مشهور دي او مختلف ډولونه لري.

د روسیې خلک د خوراکي موادو کیفیت په ښه ډول درک کوي، ځکه د بیلگې په توگه په لبنیاتو کې د کوچو پر ځای نباتي غوړي استعمالوي. همدارنگه په مسکو کې د سبزیجاتو څخه جوړ خوراکي توکي له اوړو او نورو کلکونکو موادو سره غلیظ یا کلکوي. کسینیا د بیو لوړوالی او د ټیټ کیفیت درلودونکو خوراکي توکو اندیښمنه کړې ده.

کسینیا چې غوښه نه خوري له دې امله په ژمي کې د سبزیجاتو له کمیدو ویره لري: «اوس په دوبي کې موږ د میوو او سبزیجاتو ډیر زیات ډولونه لرو.» دغه شان ډېر خوراکي مواد د روسیې او پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو څخه رازي خو هغه ژمې ته اندېښمنه ده.

د لویدیځ د تولیداتو په مقابل کې حرکت

Russland ein Jahr russische Sanktionen gegen EU
انځور: DW/K. Kaminski

د مسکو ټول اوسیدونکي د کسینیا په څیر د روسیې له خوا د لویدیځ پر تولیداتو بندیز ته د انتقاد په سترگه نه گوري. د«خنځیر گوټي» په نوم د وطن پرسته ځوانانو حرکت د "ناښه" یا «زموږ خپل تولیدات» تر عنوان لاندي د لویدیځو هیوادونو د تولیداتو پر ضد یو ټولیز غورځنگ پيل کړی دی.


دغه فعالیت د«روسیې خواړه وخورئ» په نوم په دې توگه پيل کړی دی چې ځواني نجوني چې د روسیې بیرغ په شان یې خپل نوکان رنگ کړي دي او مارکیټونو ته ورځي او د لویدیځ له خوا پر وارد شوو خوراکي توکو د خبرداري یو سټیکر نښلوي چې پرې لیکل شوي دي «دا هغه تولیدات دي چې پرې بندیز لگول شوی».

د دې پيغام تر څنگ د یوه ايږ(خرس) انځور هم پر سټیکر شته چې په خپلو پنجو سره د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي ټولني بیرغ ليري کوي.

دغه غورځنگ د کرملین له خوا نژدې شپږ میلیونه روبله ورکړي دي. هغه ځواني نجوني چې دا فعالیت کوي، دا خپله دنده بولي چې د مسکو د خلک ذهن په دې برخه کې روښانه کړي.