1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسټوک کې د راسیزم ضد لاریون کې په زرگونو کسانو برخه اخیستې

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15wtV

د المان په ختیځه برخه روسټوک کې تیره ورځ په زرونو کسانو پر پناه غوښتونکو باندې د شوي برید د یادون د کلیزې په ورځ سړکونو ته راوتلي وو. تیره ورځ د نوموړې پيښي شلمه کليزه ولمانځل شوه. د المان په نوموړي ښار کي شل کاله تر مخه ښې اړخو توندلارو د کډوالو پر ضد په مظاهرو کي د تاوتريخوالي څخه کار اخيستی وو.

د تیرې ورځ د لاریون تنظیموونکو ادعا کړې چې د توکمپالنې پر ضد تر سره شوي دغه لاریون کې تر څلورو زرو زیاتو کسانو برخه اخیستې وه. په پام کې ده چې د المان ولسمشر یوآخیم گاوک به نن د دغه پیښې د یادون په یوه غونډه کې هم گډون وکړي.