1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې سخت سیلابونه

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبه

د روسيي په ختیځه برخه کې روان سیلابونه د دغه هیواد په ۱۲۰ کلن تاریخ کې سارې نه لري. د چارواکو په خبره د روانو سیلابونو له کبله نزدې ۱۰۰۰۰۰ وگړي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/19Rhh
انځور: picture-alliance/dpa

د روسیې د پرمختايي چارو وزارت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې تر اوسه پورې له سیلاب ځپلو سیمو څخه نزدي ۷۰۰۰۰ کسان ایستل شوي دي خو دغه شمیر ۱۰۰۰۰۰ ته هم لوړیدای شي. امور او خابروفسک په ختیځې روسیې پرتې هغه سیمې دي چې د سیلابونو له امله تر ټولو ډیرې زیانمنې شوې دي. د روسي ولسمشر ولادیمير پوتین، پوځ ته امر کړی دی چې په دغو سیمو کې دې له مرستندویه کارکونکو سره اوږه په اوږه کار وکړي. د دغو سیلابونو له کبله د اوښتې مرگ ژوبله په اړه لا تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

پوتین په یوه ویدیويي پيغام کې ویلي دي چې د سیلابونو له کبله د رامنځ ته شوي زیان کچه ډیره لوړه ده. هغه زیاته کړې ده: «موږ اوس آرامه نه کښینو ځکه چې ډیر داسې ضرور کارونه پاتې دي چې موږ يي باید ترسره کړو.»

پوتین روښانه کړې چې سیلابونو په سیمه کې په پراخه پيمانه زیانونه رامنځ ته کړي دي. د هغه په خبره اوس د سیلاب ځپلو سیمو بریښنا قطع شوې، مواصلاتي جوړښتونه لکه سړکونه او پلونه ویجاړ شوې او ډیرې سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.

په همدې حال کې پوتین د سیلابونو له کبله د ویجاړ شویو اساسي زیربناوو د بیارغونې ژمنه هم وکړه. هغه وویل چې حالات ستونزمن خو تر کنترول لاندې دي. پوتین له سیلاب ځپلو کسانو سره د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړه او په لومړي قدم کې يي د درو میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په روسیې کې د امور سیند په شاوخوا کې د جولای میاشتې د پای راهیسې سخت بارانونه اوري چې له کبله یې سخت سیلابونه رامنځ ته شوي دي. امور د سایبیریا تر ټولو اوږد سیند دی چې د چین شمال ختیځې برخې ته غځیږي. د ورښتونو له امله پر دغه سیند باندې جوړ شوې ډیر شمیر بندونه مات او ویجاړ شوي دي. اوس مهال په زرګونه مرستندویه کارکونکي او عام وګړي د امور سیند پر غاړه د موقتي بندونو په جوړولو بوخت دي. چارواکو ویلي دي چې سیلابونو نزدي ۵۰۰۰ کورونه او ۱۲۰ کلي ویجاړ کړي دي.

د انترفکس خبري آژانس په حواله د روسيي لومړي وزیر دیمتري میدویدف، هم د سیلابونو له امله د زیانمن شویو سیمو له پاره د ۷۳ میلیونه یورو مرستو اعلان کړی دي. تیر کال د جولای په میاشت کې د روسيي په سویل لویدیځه برخه کې د رامنځته شویو سیلابونو په پایله کې ۱۷۲ تنه وژل شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب