1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روم کې د اروپایي ټولنې ځیني مشران سره ګوري

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه
https://p.dw.com/p/15Jfb

د یورو د زون د څلورو مهمو اقتصادي هیوادونو دولتي او حکومتي مشران غواړي د جمعې په ورځ د یورو د بحران څخه د وتلو په اړه سلا مشورې وکړي. د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي، د آلمان صدراعظمه انګېلامېرکل، د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند او د هسپانیې صدراعظم ماریانو راجوی ته په روم کې دغې غونډې ته بلنه ورکړل سوې ده. په دغه غونډه کې به د راتلونکې اونۍ په پای کې د اروپایي ټولنې د یوې سرمشریزي له پاره د تیاري په اړه هم بحث وسي. مونتي د «زیود دویچه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل چې د دغه بحران څخه د راوتو له پاره تر ټولو د مخه اروپا یوه سریع او پراخه مدغم کېدو ته اړتیا لري. مونتي زیاته کړه چې د دې کار له پاره باید یو ګډ اروپایي بانکي سیستم رامنځته سي.